امریکا په ایران کې د سوله ییزو اعتراضونو پرضد د ځواک کارول غندلي

ایران کې د تېلو پر بیې لوړېدو اعتراضونه

امریکا متحده ایالتونو په ایران کې د سوله ییزو اعتراضونو په وړاندې د ځواک کارول او د ډله ییزو ارتباطاتو د خدمتونو پرچاوي غندلي.

د ایران په لسګونو ښارونو کې خلک وروسته له هغې واټونو ته راووتل چې د تېرې پنجشنبې په ورځ حکومت د تېلو بیې لوړې کړې.

د راپورونو له مخې په دغو مظاهرو کې لږترلږه دولس تنه وژل شوي او شاوخوا زر تنه نیول شوي دي.

د سپينې ماڼۍ په اعلامیه کې چې پرون یکشنبې (نومبر ۱۷مه) خپرې شوې، له سوله ييزو اعتراضونو د ايران له خلکو ملاتړ څرګند شوی دی.

په اعلامیه کې ویل شوي چې "موږد اعتراض کونکو په وړاندې د وژونکي ځواک کارول او پرډله ییزو ارتباطاتو د سختو محدودیتونو لګول غندو."

دا اعلاميه درې ورځې وروسته له هغې خپرېږي چې په ايران کې د حکومت د وروستي اعلان له کبله اعتراضونه روان دي.

د ايران حکومت تېره پنجشنبې د پټرولو پر رانیولو نوې سهميه ولګوله او د تېلو د بيو زياتولو اعلان يې وکړ.

د ایران د دولتي رسنیو د راپورونو له مخې، د اعتراضونو په ترڅ کې چې سلو ښارونو ته غځېدلي، لږترلږه دولس کسان وژل شوي او تر ۱۰۰ ډېرو بانکونو او دوکانونو ته اور اچول شوی دی. په ځینو راپورونو کې د وژل شویو کسانو شمېرلسګونو تنه ښودل شوی دی.

د ایران فارس خبري آژانس د راپور له مخې د مظاهرو په ترڅ کې شاوخوا زر تنه نیول شوي دي.

دغه راز ویل کیږي چې د ایران د پلازمېنې تهران په ګډون د دې هیواد په ډېره برخه کې تراوسه د انټرنټ خدمتونه بند دي او خلک ورته لاسرسی نه لري.

د ايران مذهبي مشر ايت الله علي خامنه یي پرون پرته له دې چې د مظاهرو په ترڅ کې د وژل شویو کسانو یا د ځینو ځایونو د ویجاړېدو یادونه وکړي، اعتراض کوونکي اشرار وبلل.

خامنه یي وویل، دی د تېلو د بیو د لوړیدو لپاره د حکومت د پرېکړې ملاتړ کوي.

ایران چې د انرژۍ بډایې زیرمې لري، د حکومت د سبسایډي په مرسته تراوسه پکې د تېلو بیې ټیټې دي. خو له دې سره سره دا هېواد په کوردننه د تېلو د اړتیا وو په پوره کولو کې ستونزې ځکه لري چې د اومه تېلو د چاڼ ځایونو ظرفیت نه لري.

نړیوالو بندیزونو هم دغه ستونزه سخته کړې ځکه د دغو بندیزونو له مخې ایران نه شي کولای چې خپل چاڼ ځایونه نوي یا د زړو تاسیاستو ماشینونو ته پرزې له بهره را ونیسي.

د ایران ولسمشرحسن روحاني هم پرون وویل چې حکومت یې به یې نا آرامیو ته اجازه ورنه کړي.

د ایران ایرنا دولتي آژانس د دې هېواد د کورنیو چارو وزارت د یوې سرچینې له قوله خبر ورکوي چې ویلي یي دي، د نظم د ټینګښت لپاره به هیڅ ډول هڅه ونه سپموي.

له دې مخکې په ۲۰۰۷ کال، د ایران د وخت ولسمشر محمود احمدي نژاد پرتېلو سهمیه لګولې وه چې په وړاندې یې خلک راپاریدلي او د تېلو یو شمېر ټانکونه یې سوځولي وو. د تېلو دغه سهمیه په ۲۰۱۵ کال کې لغوه شوې وه.