د بغلان ترافیکي پېښې یو تن وژلی او څلوېښت نور یې ټپي کړي

په ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

په بغلان کې په یوه ترافیکي پېښه کې یو تن وژل شوی او څلوېښت نور ټپیان دي.

د بغلان د امنیې قومندانۍ ویاند احمد جاوید بشارت نن آزادي راډیو ته وویل چې دا پېښه د یوه مسافر وړوړنکي بس د چپه کېدو له کبله رامنځته شوې ده.

دغه پېښه د بغلان ولسوالۍ په ګرداب سیمه کې شوې ده.

په ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

ښاغلی بشارت زیاتوي چې ټپیان سیمه ییزو روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

د پېښې د علت په اړه تر اوسه څه نه دي ویل شوي.

تر دې وړاندي تر ډېره د افغانستان په بېلابېلو ترافیکي پېښو کې موټر چلوونکي په تېزچلونې او بې احتیاطۍ تورن شوي دي.