تالقان کې د یوه صراف پر وژل کېدو د صرافانو اعتراض

په تالقان کې وسله‌والې غلاوې ډېرې شوي او له کبله‌یې د صرافانو کاروبار اغېزمن شوی دی.

د تخار ولایت په مرکز تالقان کې د یوه صراف له وژل کېدو وروسته د دې ښار صرافانو او زرګرانو د ناامنۍ په اعتراض کې خپل دکانونه بند کړل.

پرون (یکشنبه) سهار نامعلومو وسله‌والو یو صراف په خپل دکان کې وواژه او سره زر او پیسې یې ورڅخه غلا کړل.

له دې پېښې وروسته د تالقان ښار اکثرو صرافانو او زرګرانو خپل دکانونه بند کړل او له حکومت څخه‌یې وغوښتل چې د دوی امنیت خوندي کړي.

دوی اعتراض لري چې له څه مودې راهیسې په تالقان کې وسله‌والې غلاوې ډېرې شوي او له کبله‌یې د دوی کاروبار اغېزمن شوی دی.