په هرات کې چاودنې ۶ تنه ژوبل کړل

ارشیف

د هرات ښار د صرافانو مارکېټ ته نږدې د یوه مقناطیسي بم په چاودنه کې د ۳ ماشومانو په ګډون ۶ تنه ژوبل شول.

دا پېښه پرون (یکشنبه) مازدیګر وشوه.

د روغتون مسؤلان د دوو ماشومانو او یوه سړي روغتیايي وضعیت نازک ښيي.

چاودنه د پولیسو په یوه رنجر موټر پورې د نښلول شوي بم په نتیجه کې وشوه.