جان بس د حقاني شبکې د غړو په اړه د افغان حکومت له پرېکړې ملاتړ وکړ

په کابل کې د امریکا سفیر جان بس

په کابل کې د امریکا سفیر وايي چې په افغانستان کې د وروستیو حملو په دوام د حقاني شبکې د درېیو غړو په خوشې کولو کې د ځنډ په اړه د افغان حکومت د پرېکړې ملاتړ کوي.

افغان ولسمشر تېره اوونۍ د حقاني شبکې د مشر سراج الدین حقاني د ورور انس حقاني او د دې ډلې د دوو نورو غړو د خوشې کولو پلان اعلان کړ، خو د دوشنبې او سې شنبې په ورځو په کابل او لوګر کې له خونړیو حملو وروسته جمهوري ریاست وویل چې د دې درېیو کسانو خوشې کېدل وځنډېدل.

جان بس نن پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، د سولې په اړه پرېکړې که څه هم ګرانې وي، خو په عین حال کې د روان وضعیت څېړنې او دقیق غور ته هم اړتیا لري.

ښاغلي بس ویلي چې امریکا به د افغانستان د ستراتیژیک متحد په توګه په راتلونکو ګامونو کې هم له افغان حکومت سره ګډ کار ته دوام ورکړي.