په ننګرهار کې د داعش ۷۲ غړي حکومت ته تسلیم شول

د ننګرهار په اچین او هسکې مېنې ولسوالیو کې د داعش ډلې ۷۲ غړو له خپلو کورنیو سره یوځای ځانونه تسلیم کړي دي.

د ننګرهار ولایت د رسنیو څانګه په یوه خبرپاڼه کې چې نن خپره شوه، وايي چې په اچین کې د داعش ۶۹ غړي له ۷۶ مېرمنو او ۹۶ ماشومانو سره او په هسکه مېنه کې د دې ډلې ۳ غړي تېره شپه افغان امنیتي ځواکونو ته تسلیم شول، سیمه ییز چارواکي هیله مند دي چې د داعش نور غړي به هم ځانونه تسلیم کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دې کسانو خپلې یو شمیر وسلې هم افغان چارواکو ته سپارلي دي.

په ننګرهار کې د تېرې یوې اوونۍ په ترڅ کې د داعش ډلې سلګونه وسله وال له خپلو کورنیو او وسلو سره یوځای امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوي دي.