ارګ: انس حقاني او دوه نور طالبان د حکومت په بند کې دي

د افغانستان د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي پر خپلې ټویټرپاڼې لیکلي چې د طالبانو له خوا د شرایطو نه مراعات کېدل، د دې لامل شوي چې د انس حقاني، مالي خان او حافظ رشید د خوشې کېدو بهیر وځنډېږي.

د افغانستان حکومت اعلان کړی د طالبانو درې غړي چې په پام کې وه د افغانستان امریکايي پوهنتون له دوو بندي استادانو سره تبادله شي، لا هم په بند کې دي.

د افغانستان د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي پر خپلې ټویټرپاڼې لیکلي چې د طالبانو له خوا د شرایطو نه مراعات کېدل، د دې لامل شوي چې د انس حقاني، مالي خان او حافظ رشید د خوشې کېدو بهیر وځنډېږي.

ښاغلي صدیقي لیکلي چې د افغانستان دولت د بندیانو د تبادلې پر دغه بهیر بیا کتنه کوي او د هېواد ګټو ته په پام سره به اقدام وکړي.

د تېرې اوونۍ د سه‌شنبې په ورځ ولسمشر محمد اشرف غني اعلان وکړ چې د افغانستان امریکايي پوهنتون د دوو تنو استادانو د ازادۍ په بدل کې به له بګرام زندان څخه د انس حقاني په ګډون د حقاني شبکې دوه نور غړي مالي خان او عبدالرشید عمري ازاد کړي.

ښاغلي غني وویل، ددغو طالبانو د ازادي پرېکړه ددې لپاره هم شوې چې ددغې ډلې او حکومت ترمنځ مخامخ خبرو ته زمینه برابره شي. کابل کې د امریکا سفارت د زندانیانو د تبادلې په تړاو د ولسمشر غني اعلان یو شجاعانه اقدام وباله.

خو تر دغه اعلان یوه ورځ وروسته د پنج‌شنبې په ورځ د افغانستان لومړۍ مېرمن رولا غني د واشنګټن د سولې په انسټېټیوت کې وویل، سره له دې ولسمشر د خپلو پرېکړو ټول جزییات ورسره نه شریکوي، مګر داسې ورته برېښې چې د تبادلې پلان ناکام شوی دی.

رولا غني وویل، فکر کوي چې د معاملې یوې خوا د خپلو ژمنو له سرته رسولو مخ اړولی او له امله یې معامله ناکامه شوې ده.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د دوی ډله دې تبادلې ته چمتو ده.

دی زیاتوي، هر کله چې د دوی درې غړي مشخص ځای ته ورسېږي، دوی به د امریکايي پوهنتون استادان هم ازاد کړي.

د افغانستان د ولسي جرګې رییس رحمان رحماني بیا د جرګې د نن ورځې (عقرب ۲۵مه) په عمومي غونډه کې د تبادلې د دغه بهیر د ناکامېدو په اړه ویلي، شاید هغه دوه امریکایي استادان چې طالبانو یرغمل کړي وو، نور ژوند نه وي.

خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد بیا د ولسي جرګې د رییس دا څرګندونې رد کړي دي.

مجاهد ازادي راډیو ته ویلي، طالبان تبادلې ته چمتو دي او هر کله چې د دوی درې غړي مشخص ځای ته ورسېږي، دوی به د امریکايي پوهنتون استادان هم ازاد کړي.