ولادیمیر پوتین: ډونالد ټرمپ سره د لیدو پلان نه لرم

روسیې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ته بلنه ورکړې چې راتلونکی مې په نهمه پر فاشیزم د بریا کلیزې په مناسبت مسکو کې په جوړېدونکو مراسمو کې ګډون وکړي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي، له خپل امریکایي سیال ډونالد ټرمپ سره د لیدو هېڅ کوم پلان نه لري، خو هیله مند دی چې د امریکا ولسمشر پر فاشیزم د بري کلیزې په مناسبت راتلونکی کال مسکو ته سفر وکړي.

پوتین په یوه خبري غونډه کې د فاشیزم پرضد د امریکا ونډه د پام وړ وبلله او ویې ویل، د مې نهمې بریا د نمانځنې په مناسبت غونډه کې د ټرمپ ګډون مناسب کار دی.

ښاغلي پوتین زیاته کړه: "فکر کوم د هغه هېواد د مشر راتګ به ډېر پرځای او مناسب کار وي چې د نازیزم پرضد جګړه کې یې د پام وړ برخه اخیستې. که څه هم دا زموږ کار نه دی، که د امریکا ولسمشر دلته راشي، موږ به حتما په مسکو کې سره وګورو او خبرې به وکړو."

پوتین په داسې حال کې ټرمپ ته د مسکو د سفر بلنه ورکوي چې له روسیې سره د امریکا او د هغه د متحدانو اړیکې د اوکراین او سوریې د کړکېچونو او یو لړ نورو مسایلو له کبله ترینګلې دي.

ولسمشر ټرمپ تېره اونۍ وویل چې پر فاشیزم د بریا د کلیزې په مراسمو کې د ګډون لپاره د پوتین د بلنې په اړه غور کوي، خو ده زیاته کړه چې دا مناسبت له یو مهم سیاسي فصل سره هم مهاله دی او ځکه ډاډه نه دی چې ګډون به په کې وکړي.