عراق کې حکومت ضد اعتراضونه؛ څلور کسان وژل شوي او لسګونه ټپیان دي

دا مرګ ژوبله د تحریر څلورلاري ته نژدې په خیلاني سیمه کې رامنځته شوې، هغه ځای چې له اوونیو راهیسې د اعتراضونو شاهد دی.

عراقي چارواکي وایې، په پلازمېنه بغداد کې د امنیتي ځواکونو او حکومت ضد مظاهره کوونکو ترمنځ نښتو کې نن څلور تنه وژل شوي او ۶۲ نور ټپیان شوي دي.

دا خبره روغتیایي او امنیتي چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط کړې ده.

دا مرګ ژوبله د تحریر څلورلاري ته نژدې په خیلاني سیمه کې رامنځته شوې، هغه ځای چې له اوونیو راهیسې د اعتراضونو شاهد دی.

دغه اعتراضونه تر ډېره په پلازمېنه بغداد او نورو جنوبي شیعه مېشتو سیمو کې شوي دي.

د اکټوبر له لومړۍ نېټې څخه چې لسګونو زرو کسانو دا اعتراضونه پیل کړل، تراوسه لږ تر لږه ۳۲۰ تنه وژل شوي او زرګونه نور ټپیان شوي دي.

مظاهره کوونکي پر پراخو درغلیو، بیکارۍ او د حکومت له خوا پر کمزورو لومړنیو خدماتو انتقاد لري.