د امریکا کانګرس کې د ډونالد ټرمپ د استیضاح لپاره ازاد بحثونه پيل شول

د ډموکرات او جمهوري غوښتونکي ګوندونو مشرانو پرون د نومبر په ۱۳مه د استازو جرګې د ډکې خونې په وړاندې بحث وکړ.

د امریکا کانګرس د استازو جرګې د استخباراتو د کمېټې ډموکراتو او جمهوري غوښتونکو استازو د جمهور رئیس ډونالد ټرمپ د استیضاح په اړه د تاریخي تحقیقاتو د پیل لپاره په عام محضر کې بحث پیل کړ.

د دواړو ګوندونو مشرانو پرون د نومبر په ۱۳مه د جرګې د ډکې خونې په وړاندې بحث وکړ.

د استازو جرګې په غونډه کې د نړیوالو رسنیو کمرې هم وې.

د ولسمشر د استیضاح پر امکان په بحث کې د ډموکراتانو او جمهوري غوښتونکو په دریځونو کې د ځمکې او اسمان اختلاف و.

د ډموکراتانو له لوري ادم شېف چې د امریکا کانګرس د استازو جرګې د استخباراتو کمېټې مشر هم دی وویل، په ازادو بحثونو کې به د دې خبرې پر سپیناوي تمرکز وشي چې ایا جمهور رئیس ټرمپ یو رسمي کار د یوه بل هېواد په څېړنو پورې مشروط کړی او ایا دا د ولسمشر له دفتره ناوړه استفاده ګڼل کېدلائ شي که نه.

ادم شېف پرونۍ جلسې ته د خبرو په پیل کې وویل چې روسیې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د امریکا یو متحد هېواد، اوکراین اشغال کړ، ترڅو له غرب سره د اوکراین د یو موټي کېدو مخنیوی وکړي او د جمهور رئیس ولادیمیر پوتین دا ارمان پوره شي چې د روسیې امپراطورۍ بېرته راژوندي کول غواړي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

ادم شېف وویل چې له هغه راهیسې ۱۴ زره اوکراینیان د روسیې له پیاوړو ځواکونو سره په جګړه کې وژل شوي دي.

هغه زیاته کړه: "د روان کال په پېل کې ولادیمیر زلنسکی د اداري فساد د مخنیوي او د جګړې د پای ته رسولو د کمپاین په مرسته د اوکراین ولسمشر شو. هغه په سیاست کې نوی و او فوراً یې د اوکراین له تر ټولو پیاوړي متحد امریکا سره د روابطو د ټینګولو هڅه وکړه. د ټرمپ د استیضاح په اړه په څېړنو کې سؤال دا دی چې ایا ولسمشر د دغه متحد له نازک موقفه ناوړه استفاده وکړه او اوکراین‌یې زموږ په ټاکنو کې مداخلې ته وهڅوه؟"

خو په پروني بحث کې د جمهوري غوښتونکو د پلاوي مشر ډېون نونیس په خپله وینا کې سخت انتقاد وکړ او ویې‌ویل چې ډموکراتانو ټلوېزیوني تیاتري نندارې پیل کړې دي.

ډېون نونیس استدلال وکړ چې ډونالد ټرمپ په دې کې چې د اوکراین ولسمشر ته‌يې ټیلیفون کړی او له هغه‌یې غوښتنه کړې چې د ۲۰۲۰ میلادي کال د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د ډموکراتانو د احتمالي کاندید جوبایډن په اړه څېړنې وکړي، داسې ناسم کار نه‌دی کړی چې د استیضاح وړ وي.

نونیس وویل، دا بل شی نه، بلکې د جرم په تلاش کې د استیضاح پروسه ده.

راتلونکې اوونۍ به هم له پلان سره سم درې عمومي بحثونه وشي.

اروپايي اتحادیې ته د امریکا سفیر ګورډن سونلاند به د نومبر په ۲۰مه شهادت ورکړي. په همدې ورځ به د امریکا د دفاع وزارت مرستیاله لاورا کوپر او د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ډېوېد هېل مجلس ته ورشي.

د نومبر په ۲۱مه به د امریکا د ملي امنیت شورا پخوانۍ چارواکې، فیونا هېل د کانګرس د استخباراتو کمېټه کې بحث ته حاضره شي.

د امریکا د استازو مجلس اوس‌مهال د ډموکراتانو په لاس کې دی. د امریکا د کانګرس د استازو مجلس په یوازې سر د یوه د جمهور رئیس د استیضاح صلاحیت لري، خو پرېکړه‌یې سنا ته ځي چې اوس د جمهور رئيس ټرمپ د جمهوري غوښتونکي ګوند په لاس کې ده.

دا په دې معنی ده چې د جمهور رئيس محکومېدل او له واکه لیرې کېدل امکان نه‌لري.

که چېرې د استازو مجلس د جمهور رئيس د استیضاح په ملاتړ رأیه ورکړي، د امریکا په تاریخ کې به درېیم وار وي چې یو ولسمشر استیضاح کېږي.

تر دې دوه واره مخکې، د امریکا جمهور رئیسان اندرو جانسن او بل کلنټن استیضاح شوي، خو دواړه د سنا تر بحث وروسته په واک کې پاتې شول.