د کابل په انتحاري حمله کې ۱۲ تنه وژل شوي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي نن سهار شااوخوا ۰۷:۲۵ دقیقې د کابل ښار د ۱۵مې حوزې د "قسیم" سړک په سیمه کې ټونس موټر چاودنه کړې ده.

په کابل کې نن (چهارشنبه) یوې انتحاري حملې ۱۲ کسان ووژل او ۲۰ نور یې ټپیان کړل.

په لومړنیو راپورونو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۷ او د ټپیانو ۱۲ ښودل شوی و.
د دغې پېښې د یوه قرباني ورور چې تازه د پېښې سیمې ته رسېدلی په خپل ورور پسې ژاړي.

د پېښې په ځای کې ګمارل شوي امنیتي کسان که څه هم د نوموړي د ورور د وضعیت په اړه بې خبري ښيي، خو د هغه په غیاب کې تائیدوي چې ورور یې وژل شوی او ویل کیږي د ملي اردو په ځانګړو ځواکونو کې و.

د پېښې له ځایه لږ لرې د یوې بلې کورنۍ غړي د ویر ژړا کوي چې ماشومان یې ښوونځي ته د تګ پرمهال د برید قرباني شوي دي.

امنیتي سرتیري د برید ټپیان لېږدولو په حال کې

د وژل شویو ماشومانو پلار او خپلوان وايي چې دوه زامن د نن ورځې په چاودنه کې وژل شوي.

یوه عیني شاهد رفیع الله ازادي راډیو ته وویل: "د مړو شمېر مې ولید چې له لسو زیات و، موږ په سیمه کې هغه کسان چې لاس او پښې وهلې موټر ته پورته کړل."

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي په خپلې فیسبوک پاڼې لیکلي چې د دغې حملې هدف د کاردا ورلډ په نوم د امنیتي کمپنۍ موټر و چې څلور تنه په کې ټپیان شوي دي.

له پېښې یو ساعت وروسته د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابي په کابل کې یوې ناستې ته وویل، په دغه حمله کې ۷ تنه وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان شوي دي.

ښاغلي اندرابي وویل: "د یوه ۱۳ کلن ماشوم په ګډون چې ښوونځي ته په لاره و، ۷ تنه هېوادوال شهیدان شوي او لس نور ټپیان شوي. د یوې امنیتي کمپنۍ ۴ تنه کارکوونکي هم سخت ټپیان شوي دي."

د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي

د پېښې د سیمې اوسېدونکي چې په پېښه کې ورته زیان اوښتی، دغه انتحاري حمله د ولسمشر غني خبرو ته د طالبانو ځواب بولي چې ویلي و، د انس حقاني په ازادېدو وروسته به د طالبانو حملې زیاتې نه شي.

د دفاع وزارت پخوانی کارکوونکی سید مقبول چې کور یې د پېښې ځای ته څېرمه دی او زیانمن شوی.

هغه وویل: "دا د خوښۍ خبر و چې طالبانو موږ ته راکړ چې موږ خلاص کړئ، موږ ستاسې ژوند له دې هم بدتره کولای شو. له بدغه مرغه درې ترهګر چې ولسمشر ازاد کړي، د سولې لپاره یې ازاد کړل خو د خلکو د خوشحالولو لپاره یې نه دي ازاد کړي."

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې په کابل کې د نن ورځې حمله د دوی کار نه و.

د حقاني شبکې دویم نمبر غړی او د حقاني شبکې د رهبر ورور انس حقاني او دوه نور طالبان تېره ورځ د ولسمشر په امر ازاد شول.