د انتخاباتو خپلواک کمېسیون: د رأیو بیاشمېرنه ودرول شوه

د دغه کمېسیون یوه ویاند عبدالعزیز ابراهیمي ازادي راډیو ته وویل، دغه بهیر د ځینو سیاسي احزابو، نوماندانو او مدني ټولنو اعتراضونو او اندېښنو ته د رسېدنې په هدف ودرول شو.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د ولسمشریزو انتخاباتو د رأیو د بیاشمېرنې او تفتیش بهیر ودرول شو.

د دغه کمېسیون یوه ویاند عبدالعزیز ابراهیمي ازادي راډیو ته وویل، دغه بهیر د ځینو سیاسي احزابو، نوماندانو او مدني ټولنو اعتراضونو او اندېښنو ته د رسېدنې په هدف ودرول شو.

ښاغلی ابراهیمي زیاتوي چې دغه بهیر د کمېسیون تر راتلونکي هدایت درېدلی، د هغو محلونو د تفتیش او بیاشمېرنې بهیر چې د رأیو صندوقونه‌یې پرانیستي دي او د تفتیش او څېړنې لاندې دي، له دغه امر مستثنی دی.

د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون هم د دغه بهیر له درېدو هرکلی کوي.

د دغه کمېسیون کمېشنر او ویاند محمد قاسم الیاسي ازادي راډیو ته وویل، د ولسمشرۍ انتخاباتو د رأیو د تفتیش او بیاشمېرنې بهیر باید له یو یا دوو ورځو زیات وخت ونه‌نیسي.