انس حقاني او د حقاني شبکې دوه نور خوشې شوي غړي څوک دي؟

انس حقاني د ٢٠١٤ میلادي کال په اکټوبر کې د حقاني شبکې له یوه بل غړي عبدالرشيد عمري سره يوځاى د بحرين په هوايي ډګر کې د امريکا د مرکزي استخباراتو له‌خوا ونيول شول.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني پرون سه شنبې (عقرب ۲۱مه) اعلان وکړ چې د حقاني شبکې درې مهم غړي د افغانستان-امريکايي پوهنتون د دوو استادانو د خوشې کولو په بدل کې له بنده خوشې کوي.

دغه درې کسان د جلال‌الدين حقاني زوى انس حقاني، عبدالرشيد عمري د محمد عمر زوى او حاجي مالي خان د ولي خان زوى دي.

ځيني کسان د دغې تبادلې امتياز د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليل‌زاد ته ورکوي چې د امريکايي پوهنتون د دوو استادانو د خوشې کولو لپاره‌يې د مذاکرو رهبري کوله.

د افغانستان حکومتي سرچينو ويلي چې د تېرې مياشتې په لومړيو کې اسلام‌اباد ته د خليل‌زاد سفر هم د همدغو هڅو يوه برخه وه.

انس حقاني د حقاني شبکې د بنسټګر جلال‌الدين حقاني د اتو زامنو له ډلې دى چې د ٢٠١٤ میلادي کال په اکټوبر مياشت کې د دې شبکې له بل غړي عبدالرشيد عمري سره يوځاى د بحرين په هوايي ډګر کې د امريکا د مرکزي استخباراتو له‌خوا ونيول شول.

وحيد مژده چې د طالبانو په رژيم کې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت کارکوونکى و او د طالبانو فعاليتونه له نږدې څاري وايي، انس حقاني په حقيقت کې د حقاني شبکې مهم غړى نه‌و، بلکې له سراج‌الدين حقاني سره د خپلوۍ له کبله بندي شوى دى.

ښاغلی مژده زیاتوي: "کله چې خپله امريکايان پوه شول دوى مهم افراد نه‌دي چې د استخباراتي مسايلو په درد وخوري، يوازې د سراج‌الدين حقاني خپلوان دي، د افغانستان دولت ته‌يې وسپارل. طالبانو هم د دوى د خوشې کولو لپاره د امريکايي پوهنتون دوه استادان وتښتول."

د ښاغلي مژده په خبره، د امريکا د استخباراتو مرکزي ادارې د انس حقاني او عبدالرشيد عمري تر نيول کېدو وروسته دوى د تحقيقاتو لپاره قطر ته ولېږدول، وروسته دواړه کابل ته انتقال کړاى شول.

خو په کوټه کې د طالبانو يوې سرچينې د موضوع د حساسيت له کبله د نوم نه‌ښوولو په شرط ازادي راډيو ته وويل، انس حقاني په حقيقت کې د حقاني شبکې کليدي غړى و او د دې شبکې د مالي چارو مسئوليت ورغاړې و.

د هغه په خبره انس حقاني بحرين ته د خپل وروستي سفر پر مهال هم هڅه کوله حقاني شبکې ته مالي بسپنه ټوله کړي چې د بحرين په هوايي ډګر کې د امريکا متحده ايالاتو له‌خوا ونيول شو.

هغه د نيول کېدو په وخت کې يوازې نه‌و، بلکې د محمد عمر زوى عبدالرشيد عمري يې ملګرى و.

د طالبانو دغې سرچينې عبدالرشيد عمري د انس حقاني نږدې دوست وباله، خو ويې‌ويل چې دى د حقاني شبکې په ټيټ رتبه غړو کې راځي چې له انس حقاني سره د ملګرتيا په خاطر بحرين ته تللى و.

سرچينه وايي، انس حقاني له خپلې کورنۍ سره په پاکستان کې اوسېده او له هغه ځايه‌يې بحرين ته سفر کړى و.

طالبانو ته يوه بله نږدې سرچينه وايي، انس حقاني د نيول کېدو په وخت کې کوژده کړې وه او تر اوسه‌يې واده نه‌دى کړى.

دغه سرچينه د ولي خان د زوى حاجي مالي خان په اړه وايي، چې دى هم د حقاني شبکې له مهمو غړو او د انس حقاني ماما دى.

عبدالرشید عمري د حقاني شبکې غړی

مالي خان د ٢٠١١ میلادي کال د اکټوبر مياشتې پر لومړۍ نېټه په پکتيا کې د افغان او ائتلافي ځواکونو د عملياتو پر مهال نيول شوى و.

ائتلافي ځواکونو هغه وخت مالي خان د حقاني شبکې يو مخکښ رهبر بللى و.

طالبانو ته يوې نږدې سرچينې ازادي راډيو ته وويل، مالي خان د حقاني شبکې په پوځي او مالي برخه کې فعاليت کاوه.

د امريکا متحده ايالاتو حقاني شبکه په ٢٠١٢ میلادي کال کې د ترورېستي ډلو په لېست کې شامله کړه او د جلال‌الدين حقاني پر سر يې د پنځو میليونه ډالرو جايزې اعلان وکړ.

جلال‌الدين حقاني تېر ميلادي کال اسلام‌اباد ته نږدې په فتح جنګ سيمه کې تر يوې اوږدې ناروغۍ وروسته مړ شو.

د حقاني شبکې مشري نن سبا سراج‌الدين حقاني کوي چې د طالبانو د ډلې د مشر ملا هبت‌الله مرستيال ګڼل کېږي.

په حقاني شبکه کې د انس حقاني ترڅنګ د جلال‌الدين حقاني دوه زامن حمزه حقاني او عزيز حقاني هم فعاليت لري.

د جلال‌الدين حقاني درې نور زامن، عمر حقاني، محمد حقاني او بدرالدين حقاني په جګړو کې وژل شوي، خو نصيرالدين حقاني په ٢٠١٣ میلادي کال کې د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کې د وسله‌والو په ډزو ووژل شو.

نصيرالدين حقاني په دې تورن و چې په کابل کې يې د هندوستان پر سفارت او امريکايي ځواکونو په حملو کې لاس درلود.

حقاني شبکه چې د طالبانو د ډلې يوه خونړۍ څانګه بلل کېږي، په وروستيو کلونو کې په افغانستان کې پر ملکي او نظامي اهدافو د څو وژونکو او پېچلو حملو مسؤله ګڼل شوې ده.