د ترکیې او امریکا ولسمشران واشنګټن کې سره ګوري

ارشیف

تمه ده چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان نن په واشنګټن کې د امریکا د متحده ایالاتو له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره وګوري.

رجب طیب اردوغان پرون واشنګټن ته ولاړ.

د ترکیې ولسمشر تر دې مخکې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې واشنګټن ته تللی و چې بیا د ده ساتونکو د کردي مظاهره کوونکو پر یوې ډلې د ترکیې د سفیر کور ته نږدې حمله وکړه.

اردوغان په داسې وخت کې د امریکا متحده ایالاتو ته سفر کړی دی چې د ناټو د دغو دوو غړو هېوادونو اړیکې چې له ۷۰ کلونو راهیسې ښې وې، کړکېچن شوې دي.

رجب طیب اردوغان واشنګټن ته تر تګ مخکې د دې سفر په اړه د دوشنبې په ورځ په انقره کې ویلي و چې دا سفر په داسې وخت کې کوي چې د ترکیې او د امریکا د متحده ایالاتو اړیکې ښې نه‌دي.