ټرمپ د اوکراین له ولسمشر سره د خپلو ټیلیفوني خبرو متن خپروي

د ټرمپ او ولادیمیر زلنسکي ترمنځ دا ټیلیفوني خبرې د اپرېل په ۲۱مه شوې وې.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي چې د دې اوونۍ په پای کې به د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زلنسکي سره د خپلې ټیلیفوني مکالمې ټرانسکرېپټ خپور کړي.

ښاغلي ټرمپ پرون د نومبر په ۱۱مه، دا خبر پر ټویټر خپور کړ.

ټرمپ په یوه ټویټ کې ولیکل: "د دې لپاره چې د امریکا په تاریخ کې تر ټولو شفاف جمهور رئیس واوسم، د دې اوونۍ په ترڅ کې به د اوکراین له ولسمشر سره د لومړۍ او د تر ټولو مهمې ټیلیفوني مکالمې متن خپور کړم."

د ټرمپ او ولادیمیر زلنسکي ترمنځ دا ټیلیفوني خبرې د اپرېل په ۲۱مه شوې وې.

ټرمپ په اوکراین کې تر ټاکنو او د جمهور رئيس په توګه د زلنسکي تر انتخاب وروسته هغه ته ټیلیفون کړی و.

د دواړو د ټیلیفوني مکالمې څرنګوالي په امریکا کې د جمهور رئيس ټرمپ لپاره پراخه لانجه جوړه کړې ده.

د امریکا د کانګرس په استازو مجلس کې د ډموکراتانو یوه ډله، د دې ټیلیفوني مکالمې په تړاو د امریکا د ولسمشر د استیضاح لپاره مقدمه جوړوي.

د استیضاح په اړه د تحقیق کمېټې پرېکړه کړې چې له سبا ورځې به د کانګرس په غونډو کې عمومي او خلاص بحث پیل شي.