په کابل کې د امریکا سفیر د ۳ طالب زندانیانو له خوشې کېدو ملاتړ وکړ

په کابل کې د امریکا سفیر جان بس

په کابل کې د امریکا سفیر د درېیو طالب زندانیانو له خوشې کېدو هرکلی وکړ.

کابل کې د امریکا سفیر جان بس له خبریالانو سره په خبرو کې وویل، د ولسمشر غني له دې اقدامه ملاتړ کوي او هیله لري چې دغه کار به دې لامل شي څو طالبان هم ځیني ګامونه پورته کړي.

ښاغلي بس وویل: "د امریکا متحده ایالات د درېیو طالبان بندیانو د خوشې کولو لپاره د ولسمشر غني له دغه زړور تصمیم د یو انساني حرکت په توګه ملاتړ کوي، دغه کار به د اوسنۍ جګړې د وضعیت پای سره مرسته وکړه."

هغه زیاتوي، دا وروستی زړور اقدام دی چې ولسمشر او د افغانستان حکومت‌یې د افغانانو د سولې غوښتنې د ترلاسه کېدو په هدف ترسره کوي.

بس زیاتوي، هیله لري څو طالبان دغه اقدام "خپل انساني اقداماتو" په توګه د یو شمېر افغان ځواکونو او د غربي برمته شویو په خوشې کولو ځواب کړي.

له دې مخکې افغان ولسمشر محمد اشرف غني وویل، پرېکړه‌یې کړې څو انس حقاني او د طالبانو د ډلې دوه نور مهم غړي په مشروط ډول له بګرام زندانه خوشې کړي.

ولسمشر نن د سې شنبې په ورځ د (عقرب ۲۱مه) کابل کې خبري غونډې ته وویل، دغه پرېکړه‌یې له نړیوالو شریکانو او په ځانګړې توګه له امریکا سره په مشوره د سولې او ثبات د مخامخ مذاکراتو لپاره د رسېدو په هدف کړې ده.

هغه زیاته کړه: "حاجي مالي خان د والي خان زوی، عبدالرشید د محمد زوی او انس د جلال‌الدین زوی چې په بګرام زندان کې بندیان دي، په مشروط ډول خوشې کوو."

افغان ولسمشر ټینګار وکړ، د حقاني شبکې د درېیو مهمو غړو خوشې کېدل هغه څه چې ده ورته د دښمن خطاب وکړ د بریدونو د زیاتوالي لامل نه‌شي.

ولسمشر غني زیاته کړه، د امریکايي پوهنتون د دوو برمته شویو استادانو روغتیايي وضعیت نازک و او له طالبانو سره په غیر مستقیمو خبرو کې د دغو استادانو خوشې کېدل اساسي غوښتنه وه.

که څه هم ولسمشر غني په مستقیمه توګه اشاره ونه‌کړه، خو ویې‌ویل چې طالبان به د امریکايي پوهنتون دوه استادان هم خوشې کړي.

طالبانو دوه امریکايي استادان، ۶۰ کلن کيون کېنګ او ۴۸ کلن تيموتي وېکس په ۲۰۱۶ کال کې له کابله وتښتول.