ودیر صافی: د حقاني شبکې د غړو خوشې کېدل د سولې خبرو سره مرسته کوي

د سیاسي چارو پوه ښاغلی ودیر صافی

د افغانستان حکومت د انس حقاني په ګډون د درې طالب بندیانو د خوشې کېدو پرېکړه کړې.

ولسمشر محمد اشرف غني وايي، دا خورا سخته پرېکړه‌یې د افغانستان امریکايي پوهنتون د دوو بهرنیو استادانو او تر خوا یې له طالبانو سره د مخامخ مذاکراتو د پیل په هدف کړي.

ولسمشر وايي، یاد طالب بندیان به په مشروط ډول ازاد شي، خو طالبانو ته‌یې خبرداری هم ورکړ، که تاوتریخوالي ته دوام ورکړي، له سخت غبرګون سره به مخ شي.

د سیاسي چارو پوه ودیر صافی وايي، د افغان حکومت دا اقدام به د سولې له خبرو سره مرسته وکړي.

له ښاغلي صافي سره ناجیې صافۍ مرکه کړې ده چې د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

له ښاغلي صافي سره مرکه