چارواکي: د تورخم پولې په عوایدو کې زیاتوالی راغلی

د تورخم پوله

د ننګرهار چارواکي وایي، د ۲۴ ساعتونو پر مخ د تورخم د پولې له پرانېستل کېدو سره د تورخم په ښارګوټي کې ګمرکي خدمتونه هم د ۲۴ پرمخ هم فعاله شوي چې ورسره عواید هم د پخوا په پرتله ډېر زیات شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي تیره ورځ ناوخته ازادي راډیو ته وویل: "تقریباً د ورځې په متوسط ډول لس میلیونه افغانۍ زمونږ په عوایدو کې زیاتوالی راغلی دی، د ګمرک ټولې اسانتیاوې د تورخم په ښارګوټۍ کې د ښاروالۍ ادارې له لوري خلکو او مسافرینو ته برابرې شوي، اوس ۲۴ ساعته باروړونکي موټر او عام خلک تګ راتګ کولای شي."

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم پوله څه کم دوه میاشتې مخکې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې چې د پاکستان صدراعظم عمران خان هم په کې ګډون کړی و، پرانېستل شوه.

خو له هغه مهال راهیسې یې د ۲۴ ساعتونو پر مخ د پرانېستل کېدو پر وړاندې د ځینو ستونزو راپورونه هم ورکړل شوي دي.