ټاکنو کمېسیون: کارونه مو قانوني دي، ټاکنیزې ډلې دې همکاري وکړي

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون ټینګار کوي چې خپل کار د قانون په اساس مخته وړي او انتخاباتي ډلې دې په دې چاره کې ورسره همکاري وکړي.

د افغانستان د جمهوري ریاست د ټاکنو په پروسه کې یوه نوې لانجه پيدا شوې ده.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون وروسته له هغه چې د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټیم د رأیو د بیا شمېرنې د پروسې له څاره لاس په سر شو، له دغه ټیمه غوښتي چې خپل څارونکي یو وار بیا کمېسیون ته ور واستوي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون یوه ویاند ذبیح الله سادات پرون شنبه ماښام ازادي راډیو ته وویل چې کمېسیون د طرزالعمل له مخې خپل کار مخته وړي او انتخاباتي ډلې باید خپل څارونکي ور واستوي.

ده وویل: "زموږ غوښتنه همدغه ده چې دوی دې همکاري وکړي د ټاکنو له خپلواک کمېسیون سره، څه باندې دېرشو نړیوالو او کورنیو ناظرو بنسټونو، سیاسي احزابو نماینده ګانو او د کاندیدانو استازو (شنبه) شتون درلود، زموږ تمه همدغه ده چې دوی (د عبدالله عبدالله ټیم) هم په دغه پروسه کې ګډون وکړي او اجازه ورکړي زموږ همکارانو ته تر څو د هغو محلونو په اړه باندې چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون او د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون پرېکړه کړې، د هغې تفتیش او بیا شمېرنه پیل شي."

په دې اړه نور جزئیات له ښاغلي ذبیح الله سادات سره د ازادي راډیو په مرکه کې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

له ښاغلي سادات سره مرکه


د ټاکنو خپلواک کمېسیون د پرېکړې په اساس د څه باندې اتو زرو (۸۲۵۵) هغو محلاتو د رأیو بیا شمېرنه پيل شوې چې ځینې ستونزې پکې موجودې دي.

د کمېسیون په خبره، په پوره شفافیت به رأیې بیا شمېري او تر هغه وروسته به د رأیو د تصفیې مرحله پیلوي چې پاکې او ناپاکې رأیې سره جلا شي.

خو د ثبات او همپالنې ټیم ټینګار لري چې کمېسیون د پاکو او ناپاکو رأیو تر جلا کولو مخکې د رأیو بیا شمېرنه پیل کړې چې دوی ته د منلو نه ده.

د عبدالله عبدالله په مشرۍ دغه ټیم په یوه اعلامیه کې خپلو ټولو څارونکو ته امر کړی چې د خبرې تر روښانه کېدو پورې دې د دوی په خبره، په دې "غیرقانوني پروسه" کې ګډون نه کوي.

د افغانستان د اوسني جمهور رئیس اشرف غني د انتخاباتي ټیم مشر محمد عمر داودزي بیا ویلي چې د افغانستان خلک د رأیو د نتیجې اعلان ته په بې صبرۍ انتظار کوي او دا ټیم هم د انتخاباتو له کمېسیونه غواړي چې نتیجه په ټاکلې نېټه اعلان کړي.

ښاغلي داودزي په هغه اعلامیه کې چې پرون ماښام یې په خپله فېسبوک پاڼه خپره کړې، دا هم لیکلي: " نورې انتخاباتي ډلې دې له شواهدو پرته غیر مسؤلانه خبرې نه کوي او د ټاکنو د روڼتیا په برخه کې له کمېسیون سره مرسته وکړي."

د افغانستان په انتخاباتو باندې سږ کال څه باندې یو لک کورنیو او بهرنیو څارونکو نظارت درلود.

له دې ډلې د فیفا یا د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ وايي، د کاندیدانو د استازو د نظارت نشتوالی د ټاکنو قانونیت ته صدمه رسوي.

د دغه بنسټ ویاندې سمیرا رسا پرون شپه ازادي راډیو ته وویل: "د دې پروسې د قانوني توب او مشروعیت لپاره د ټولو انتخاباتي ډلو موجودیت ضروري دی، هر څومره چې جنجالونه زیات شي، د دې ملي پروسې په زیان دی او موږ یې غندو، د ټاکنو کمېسیون مکلف دی چې د دغو جنجالونو په اړه وضاحت ورکړي."

اغلې رسا زیاته کړه چې کمېسیون د ټاکنو د هرې مرحلې لپاره ټاکلې نېټې ځنډولي او دا چې د لازم وضاحت د نشتوالي په خاطر اوسنۍ لانجه رامنځته شوې، په یو ډول د دې په خبره، د کمېسیون د مدیریت کمزورتیا په ډاګه کوي.

د افغانستان ولسمشرۍ ټاکنې د میزان په شپږمه وشوې چې پکې لومړی د څه باندې دوه میليونو او شپږ لکه کسانو د ګډون اعلان شوی و او وروسته کمېسیون تأیید کړه چې څه باندې یو میلیون او اته لکه بایومټریک شوې رأیې د باور وړ دي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون باید د مهالوېش له مخې د میزان په ۲۷مه لومړنۍ پایلې اعلان کړې وای، خو اوس یې د لړم یا عقرب ۲۳مه یعنې راتلونکې پنجشنبه نوې نېټه ټاکلې چې هغه هم د ځینو راپورونو په اساس، په شک کې ده.