اتلانتیک شورا: امریکا له سوریې د وتلو تېروتنه په افغانستان کې نه شي تکرارولی

US newspapers

اتلانتیک شورا:

اتلانتیک شورا له افغانستانه د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته، په رامنتځته کېدونکي وضعیت او اړوندو اندېښنو یوه مقاله لیکلې ده.

د مقالې عنوان دی چې "امریکا متحده ایالتونه له سوریې د وتلو تېروتنه په افغانستان کې نه شي تکرارولی."

د مقالې په دوام کې راغلي چې په افغانستان او منځني ختیځ کې د امریکا د نفوذ په کمښت سره به افراطي ډلې برلاسې شي، څو په پاکستان او منځني ختیځ کې له خپلو پټنځایونو پر امریکا برید وکړي او ګټې یې وګواښی.

د اتلانتیک شورا په لیکنه، له سوریې د امریکايي ځواکونو په وتلو سره د امریکا د تعهد په اړه پوښتنې را ولاړې شوې. د امریکا نویو سیالانو ته یې فُرصت ورکړ او اوس د افغانستان په اړه هم د همدغسې یوه حالت تصور کېدای شي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د سپټمبر په اتمه له طالبانو سره د زلمي خلیلزاد په مشرۍ د امریکا د مرکچیانو خبرې لغو کړې او ویې ویل چې په دې ډلې به بریدونو ته زور ورکړي.

هغه په وار وار ټینګار کړی چې امریکايي ځواکونه به له افغانستانه بېرته خپلو کورونو ته ستانه کړي.

د اتلانتیک شورا په مقاله کې راغلي چې د سولې پر لور د افغانستان د حکومت هڅې هم د امریکا د ولسمشر په دې اعمالو چې له موافقې سره یا پرته د عسکرو ایستل غواړي ټکنۍ شوي دي.

په دې مقاله کې وړاندې دا هم راغلي چې له منځني ختیځ او افغانستانه د امریکا د نفوذ په کمېدو سره، د امریکا سیالو هېوادونو ته دا فُرصت مساعد شوی چې په مسایلو کې ښکېل شي.

له سوریې د امریکا په وتلو ترکیې د کرد جنګیالیو پر ضد عملیات وکړل او او بالآخره د روسیې په منځګړیتوب یوه موافقه وشوه.

د اتلانتیک شورا په خبره، اوس عیناً په افغانستان کې هم د سیمې یوه بل قدرت، چین ته موقع په لاس ورغلې چې د افغانستان د سولې په اړه هڅې وکړي او په پيکنګ کې د افغان حکومت او طالبانو د مخامخ خبرو کوربه توب وکړي.

د مقالې له مخې، دې ته په کتو چې چین په پاکستان له اقتصادي پلوه نفوذ لري او پاکستان هم د طالبانو یو لوی پلوی بلل کیږي، ممکن د سولې په خبرو کې یو ښه منځګړی ثابت شي.

ایکانومیست:

ایکانومیست خپرونې د افغانستان او عراق جګړو ته اشاره کړې او لیکلي یې دي چې دغو دوو جګړو امریکا ته هیڅ شی په لاس ورنه کړل.
خپرونې د امریکا د متقاعدو پوځیانو د وزارت په حواله لیکلي چې دوه میلیون او ۷۰۰ زره امریکايي پوځیانو په دوره یي شکل له ۲۰۰۱ کاله په افغانستان او عراق کې خدمت کړی او له ډلې یې ۳۵ فیصده معلول شوي دي.

یو شمېر نور هم د جنګونو له امله له رواني ستونزو سره مخ دي.

ایکانومیست خپرونې دا پوښتنه کړې چې څه وخت به متقاعدو پوځیانو ته پیسې ورکړل شي؟

په ځواب کې راغلي چې راتلونکي نسلونه به دا پیسې پرې کوي، ځکه جنګونه په قرضو باندې تمویل شوي دي.

په دوام کې دا هم راغلي چې ډېری امریکایان دا فکر کوي چې هېواد یې ولې لا هم جنګونه کوي.

د ایکانومیست د دې مقالې د لیکوال په باور، دوی په حقه دي، ځکه جنګ یواځې ورانۍ راولي او بېلګې یې په دوو وروستیو لسیزو کې په افغانستان او عراق کې له ورایه ښکاري.