دفاع وزارت په افغانستان کې د داعش د مرکزونو په اړه د روسیې څرګندونې رد کړې

یو تن افغان سرتېری په ننګرهار کې د داعش ډلې په یوه نیول شوي مرکز کې

د افغانستان دفاع وزارت د روسیې د استخباراتو د مشر هغه څرګندونې ردوي چې ویلي یې دي، داعش په مرکزي اسیا کې د بریدونو لپاره په افغانستان کې اډه جوړوي.

که څه هم افغان حکومت په کراتو ویلي چې داعش ډله په افغانستان کې د له منځه تللو په حال کې ده، خو تازه د روسیې د فدرال امنیتي ادارې مشر الکساندر بورتینکوف ویلي چې داعش په مرکزي اسیا کې د بریدونو لپاره په افغانستان کې مرکز جوړوي.

بورتینکوف دا خبره د ګډو ګټو هېوادونو یا سي ای اس د ملي امنیت ادارو د مشرانو په ۴۷مه ناسته کې کړې ده.

دا ناسته د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې جوړه شوې ده.

روسي خبري اژانسونو د بورتینکوف په حواله زیاته کړې چې دوی په افغانستان کې د داعش د خراسان څانګې په چوکاټ کې د ځینو وسله والو ډلو د فعالیت شاهدان دي.

خو د افغانستان دفاع وزارت دا څرګندونې ردوي او وايي، داعش ډله په افغانستان سخته ځپل شوې او دا ډله د دې توان نه لري چې په افغانستان کې مرکز جوړ کړي.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان وویل: "افغان امنیتي ځواکونه توانېدلي چې په افغانستان کې د داعش لوی پټنځایونه له منځه یوسي، همدارنګه په افغانستان کې د داعش مهم غړي او رهبري له منځه وړل شوي، اوس داعش ډله د له منځه تللو په حال کې ده، دا ډله ماته شوې، مونږ په ټول توان د دې ډلې په وړاندې درېږو، دا مهال داعش د دې توان نه لري چې دغلته ځان ته مرکز جوړ کړي."

د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې تاجکستان وړمه ورځ (نومبر۶مه) ادعا وکړه چې له افغانستانه د داعش یو شمېر مخ پټ وسله وال ور اوښتي او د هغوی پر یوې امنیتي پوستې یې برید کړی دی.

افغان چارواکو بیا دا دعا بې اساسه وبلله.

خو د روسیې د استخباراتو د مشر وروستیو څرګندونو په تړاو د پوځي چار کارپوهان وايي، داعش لاهم په افغانستان کې یو لوی ګواښ دی او دغه ډله په بشپړه توګه له منځه نه ده تللې.

د دغو کارپوهانو له ډلې باري عارض د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: "داعش په افغانستان کې حضور لري، لا هم په بشپړه توګه له منځه نه ده تللې او ډېرو برخو کې لېدل کېږي، خو په هغه پیمانه او قوت چې روسي چارواکي اندېښمن دي، موجود نه دي، داعش د مرکز د جوړولو توان نه لري او دا یوازې د دوی وېره او ګمان دی."

د افغانستان په فاریاب، بدخشان، کونړ او ننګرهار ولایتونو کې د داعش یا اسلامي دولت ډلې د فعالیتونو په اړه اندېښنې موجودې دي.

چارواکو تأیید کړې چې لسګونه داعشیانو له خپلو کورنیو سره یوځای په دغو سیمو کې اړولي او وسله وال فعالیتونه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې په افغانستان کې د امریکا او ناټو د ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر د دې ډلې پر وړاندې د چمتووالي پر اړتیا ټینګار کړی.

په افغانستان کې د امریکا او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر

هغه د اکټوبر په ۲۵مه د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې له خبریالانو سره په بحث کې داعش خطرناکه ډله وبلله او ویې ویل چې د افغانستان داعش د سوریې له داعش سره اړیکې لري.

جنرال مېلر په افغانستان کې د داعش ډلې په لیکو کې د ځوانانو پر استخدام اندېښنه څرګنده کړې وه.

د مېلر له څرګندونو مخکې د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې وویل، ناټو غواړي دا یقیني کړي چې د اسلامي دولت ډلې یا داعش هغه خلافت چې په عراق او سوریه کې مات شو، په افغانستان کې نه احیا کېږي.