له جرمني ۳۶ اخراج شوي افغان پناه غوښتونکي کابل ته ورسېدل

ارشیف

جرمني رسنیو راپور ورکړی چې ۳۶ افغان پناه غوښتونکي چې له جرمني ایستل شوي، نن د کابل هوايي ډګر ته رسېدلي دي.

«ډي پي ای» خبري اژانس د کابل هوایي ډګر چارواکو په حواله راپور ورکړی چې له جرمني د دغو ایستل شویو افغانانو الوتکه نن سهار شااوخوا اته بجې په دې ډګر کې کېناسته.

دا د ۲۰۱۶ کال له ډسمبر راهیسې د افغانانو ۲۹ ډله ده چې جرمني یې بېرته افغانستان ته استوي.

تر اوسه جرمني ټول ۷۵۶ افغانان چې په هغه هېواد کې یې د پناه غوښتنلیکونه رد شوي، بېرته خپل هېواد ته استولي دي.