امریکا: د ایران د یورانیمو د بډاینې پراختیا په یوه ناسم لوري ګام دی

د ایران ولسمشر حسن روحاني

د امریکا متحده ایالتونو ویلي چې د ایران د یورانیمو د بډاینې پراختیا په یوه ناسم لوري غټ ګام دی.

د ایران ولسمشر حسن روحاني پرون وویل چې هېواد به یې له چهارشنبې د فردو په اټومي تاسيساتو کې سنټرفيوژونو ته د يورانيمو د ګازو ورګډول (تزریق) پيل کړي.

تر دې مخکې ايران اعلان وکړ، چې د ٢٠١٥میلادي کال په اټومي تړون کې له تعهداتو د تر شا کېدو لپاره به تازه اقدامات وکړي.

ایران د همدغه تړون په اساس له ټاکلې اندازې د یورانیمو له زیاتې بډاینې او په دې اړوند له نورو پراختیاو منع شوی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د روحاني د تازه اعلان په ځواب کې تهران د اټومي شوکونې یا اخاذۍ باندې تورن کړی.

هغه ویلي، په ایران باندې زیات فشار تر هغو پورې ساتل کیږي چې خپل بې ثباته کوونکی چلند ختم نه کړي.

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ په ۲۰۱۸ میلادي کال کې له ایران سره اټومي تړون پرېښود او په دغه هېواد یې زیات بندیزونه له سره پیل کړل.

له هغه وخت راهیسې د واشنګتن او تهران کړکیچنې اړیکې لا پسې خرابې شوي دي.