د کونړ په ناړۍ کې تر جګړې وروسته وضعيت څنګه دى؟

د ناړۍ ولسوالي

په پام کې ده د ولسي جرګې يو هيئت د کونړ ولايت ناړۍ ولسوالۍ ته لاړ شي چېرته چې تېره اوونۍ د افغانستان او پاکستان سرحدي ځواکونو شخړه وکړه. د روانې عقرب/لړم میاشتې په پنځمه او شپږمه نېټه د دواړو لوريو په جګړه کې د ډیورند کرښې دواړو خواوو کې خلکو ته مرګ ژوبله واوښته.

په ولسي جرګې د کونړ استازى نعمت الله کریاب وايي، اوس هم هره شېبه د دواړو هېوادونو د سرتېرو ترمنځ د جګړې بياپيلېدو وېره شته.

ښاغلي کریاب وویل، افغانستان د جګړې پلوي نه کوي، خو که حمله ورباندې کېږي د ځان دفاع خپل حق ګڼي. صالح محمد صالح د مرکې په پيل کې له هغه پوښتنه کړې چې د کونړ په ناړۍ کې تر جګړې وروسته وضعيت څنګه دى؟

دا مرکه د لاندې لینک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ!

Your browser doesn’t support HTML5

کونړ کې د ډیورنډ کرښې جنجال په اړه نعمت الله کریاب سره مرکه