"د ایران فعالیتونه باید د اټمي تړون له تعهداتو سره په ټکر کې نه وي"

 مايا کوڅيانچيچ پرون ويلي، که ايران داسې ونه کړي نو د اټمي تړون ساتل به ګران کار وي.

د اروپايي ټولنې يوې وياندې له ايرانه غوښتنه وکړه څو داسې فعاليتونه دې نه کوي، چې په اټمي تړون کې يې له تعهداتو سره په ټکر کې وي.

مايا کوڅيانچيچ پرون ويلي، که ايران داسې ونه کړي نو د اټمي تړون ساتل به ګران کار وي.

تر دې مخکې ايران اعلان وکړ، چې د ٢٠١٥میلادي کال په اټمي تړون کې له تعهداتو د تر شا کېدو لپاره به تازه اقدامات وکړي.

ايران ويلي چې د فردو په اټومي تاسيساتو کې به سنټرفيوژونو ته د يورانيمو ګاز تزريق کړي.

ولسمشر حسن وحاني پرون په يوه وينا کې وويل، هېواد به يې نن چهارشنبه يو زر او ٤٤ سنټرفيوژونو ته د يورانيمو ګازو پيچکاري کول پيل کړي.

د بريتانيا د بهرنيو چارو وزير ډامنيک راب هم ويلي، له تعهداتو تر شا کېدل هم له اټمي تړون څخه سرغړونه ده او د بريتانيا ملي امنيت ګواښي.

په همدې حال کې د روسيې د ولسمشر ولادمير پوتين وياند پرون ويلي، چې کرملين وضعيت په اندېښنې سره څاري.

تر دې یوه ورځ مخکې ایران خبر ورکړ چې د (IR6) له دوه برابره پرمختللو سنترفیوژونو اوس استفاده کوي، چې دا هم د ایران او د نړۍ د شپږو پیاوړو هېواد تر منځ له اټمي تړون څخه سرغړونه ده.