کابل او پیکېنګ پر داسې غونډې غږېدلي چې طالبان هم په‌کې ګډون وکړي

د افغانستان او چین ملي بیرغونه

د افغانستان ولسمشر او د چین د بهرنیو چارو وزیر د داسې یوې غونډې پر پلان خبرې کړي چې د حکومت او وسله‌والو طالبانو استازي په‌کې ګډون وکړي.

دا غونډه چې د بین‌الافغاني ډیالوګ لپاره پلان شوې باید تېره میاشت شوې وی، خو وځنډول شوه.

د غونډې لپاره نوې نېټه لا نه‌ده ټاکل شوې.

وروستی وار د افغانستان پر سوله د افغانانو ترمنځ خبرې په جولای کې په قطر کې وشوې.

د افغانستان د ولسمشر یوه ویاند دوا خان مینه‌پال نن (نومبر ۵مه) ازادي راډیو ته وویل چې حکومت د یوه ټول‌شموله پلاوي پر جوړولو کار کوي.

مینه‌پال وویل چې د پلاوي تشکیل به وروسته څرګند شي.

د چین غونډه له هغو هڅو چې د امریکا په مشرۍ پیل شوې او د سپټمبر په میاشت کې یې بهیر ودرول شو، جلا ده.

د افغانستان حکومت ویلي چې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یې، د سولې په پروسه کې د افغانستان د حکومت او خلکو رول مهم بللی دی.

د افغانستان ولسمشر ټينګار کړی چې حکومت‌یې باید د هرې خبرې چې له طالبانو سره کېږي، په سر کې وي.

خو د وسله‌والو طالبانو سیاسي استازو تر اوسه له حکومت سره خبرې نه‌دي منلي.