کابل چاپ ورځپاڼو پر ټاکنو او سولې تبصرې کړي

یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې

کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د بېلابېلو مسایلو ترڅنګ د ټاکنو او د پایلو د ممکنه ځنډېدو او دغه‌شان د سولې د سیمه‌ییزې اجماع په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.

  • اصلاح

اصلاح دولتي ورځپاڼې په خپلې سرمقاله کې لیکلي، دا ځل د ټاکنو د پایلو ځنډ په هېڅ صورت د منلو وړ نه‌ده.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، د ټاکنو خپلواک کمېسیون په ولایتونو کې د مشکوکو صندوقونو د رأیو شمېرلو لړۍ پيل کړه.

لیکوال اندېښنه ښيي او لیکي، د پایلو د اعلان چمتووالي ته کارونه پڅ روان دي.

د لیکوال په اند، ممکن د رأیو د پایلو دوهم مهال‌وېش هم نقض شي چې دا مسئله خلکو ته د منلو وړ نه‌ده.

د سرمقالې لیکوال ټینګار کوي چې کمېسیون دې په ټاکنو د خلکو د باور او شفافیت لپاره دې هر څومره ژر چې کېږي، خپل کارونه چټک او پر خپل وخت یعنې د عقرب په ۲۳مه د جمهوري ریاست د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي.

  • دنیا

دنیا ورځپاڼې په خپلې سرمقاله کې لیکلي په ټاکنو کې د خلکو ګډون د نفوس په کچه ۱۵ په سلو کې و، د لیکوال په باور اوس پوښتنه پیدا کېږي چې خلکو هغه هېوادنی مسؤلیت ادا کړی، کوم چې لري یې او که نه؟

لیکوال خپلې پوښتنې ته په ځواب کې لیکلي، دا په دې معنی چې په افغانستان کې ۱۵ فیصده خلک په ولسواکۍ باور لري او بس.

کابل چاپ یو شمېر نورو ورځپاڼو بیا د سولې د خبرو په تړاو لیکنې او تبصرې کړې دي.

  • هېواد

د هېواد دولتي ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی، د سولې لپاره، سیمه‌ییزه اجماع ضروري ده.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، په افغانستان کې سوله، امنیت او ثبات نه‌یوازې د افغانانو، بلکې د ګاونډیانو، سیمې او نړۍ لپاره هم دېر مهم او د اهمیت وړ دی.

د لیکوال په باور له بده مرغه چې له ملي او نړیوالې اجماع سره سره، په ګاونډ او سیمه کې یو شمېر لوري شته چې په افغانستان کې له امنیت او ثبات سره مخالفت کوي.

د هېواد د سرمقالې لیکوال سپارښتنه کوي چې ملګري ملتونه، نړیواله ټولنه او نور ارګانونه باید په دې کار وکړي او په افغانستان کې د جګړې ښکېل لوري دې ته اړ او متوجې کړي، که دا اجماع رامنځته نه‌شي، نو سوله امکان نه‌لري.

د لیکوال په باور افغانستان په جګړه کې د سیالو هېوادونو ګټې دوامداره نه‌شي پاتې کېدای، په دې کې خپله رقیب لوري زیان ویني او یوه ورځ به داسې هم راشي چې دا لوري د خپلې ترهګرۍ له امله هر څه له لاسه ورکړي.