افغان حکومت په کابل کې د پاکستان سفارت د امنیتي اندېښنو ارزونه کوي

د دغه وزارت ویاند ګران هېواد اسوشیټېد پرس خبري اژانس ته ویلي، دوی په کابل کې د پاکستان له سفارت سره د مسئلې د هواري لپاره په تماس کې دي.

وروسته له هغه چې پاکستان د امنیتي اندېښنو له کبله په کابل کې د خپل سفارت قونسلي برخه وتړله، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د دې موضوع څېړنه کوي.

د دغه وزارت ویاند ګران هېواد اسوشیټېد پرس خبري اژانس ته ویلي، دوی په کابل کې د پاکستان له سفارت سره د مسئلې د هواري لپاره په تماس کې دي.

پاکستان وايي، د امنیتي اندېښنو له کبله‌یې په کابل کې د قونسلي خدمتونو څانګه تړلې چې ورسره تر بلې خبرتیا پورې د ویزو صادرول ځنډول شوی دی.

د پاکستان د بهرنیو چار وزارت په یو بیان کې ویلي چې په اسلام‌اباد کې یې د افغانستان د سفارت شارژدافیر هم ورغوښتی او هغه ته‌یې کابل کې د پاکستاني ډیپلوماتانو د خوندیتوب په اړه خپلې اندېښنې رسولې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په وینا په تېرو دوو ورځو کې کابل کې د پاکستان سفارت کارکوونکي ځورول شوي، لارې یې په وړاندې بندې شوي او د پاکستان سفارت له موټرو سره موټرسایکل ټکر شوی دی.

د کابل پولیسو د کومې داسې پېښې په اړه چې په هغې کې دې پاکستاني ډیپلوماتان ځورول شوي وي، څه نه‌دي ویلي.

پاکستان په وروستیو کې افغانانو ته د ویزو ورکولو پروسه سخته کړې چې له کبله‌یې ګڼ پاکستان ته تلونکي خلک له ستونزو سره مخامخ دي.

په کابل کې د پاکستان د قونسلي خدمتونو بندېدو د ګڼو هغو افغانانو ستونزې نورې هم زیاتې کړي چې لا دمخه له اوونیو راهیسې د پاکستان د ویزې ترلاسه کولو په انتظار دي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې له تېرو څو کلونو راهیسې ترینګلې دي.

کابل، اسلام‌اباد د وسله‌والو طالبانو پر ملاتړ تورنوي، هغه تور چې پاکستان تل رد کړی دی.