ایا امریکا په افغانستان کې جګړو او مرګونو ته دوام ورکوي او که د پای ټکی ورته ږدي؟

کابل چاپ یو شمېر ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره د ولسمشریزو ټاکنو په تړاو د درملوګ د مأموریت د پای ته رسېدو او د امریکايي ځواکونو د وروستیو بریدونو په اړه لیکنې او تبصرې چاپ کړې دي.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې د پنټاګون د نوي راپور پر بنسټ لیکلي چې امریکايي ځواکونو په تېره سپټمبر میاشت په افغانستان کې ۱۱۰۰ هوايي برېدونه کړي چې په منځنۍ کچه هره ورځ ۴۰ بریدونه ترسره شوي دي.

د سرمقالې لیکوال پوښتنه مطرح کړې چې دغو بریدونو ته په کتو د سولې هڅې څه معنی؟

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، اوس یوه لور ته د سولې خبرې او هڅې او بل لور ته په افغانستان کې په منځنۍ کچه د ورځې ۴۰ ځله هوايي برېدونه څه معنی درلودای شي، ایا امریکا په افغانستان کې جګړو او مرګونو ته دوام ورکوي او که د پای ټکی ورته ږدي؟

د سرمقالې لیکوال په باور دې پوښتنې ته ځواب له دوو لارو ممکن دی، یو دا چې امریکا عملاً د جګړې او سولې له هم‌مهاله تګلارو څخه یوه پرېږدي، دوهم صورت دا دی چې بل ځواک راوټوکېږي او له امریکا وغواړي چې خپله تګلاره روښانه کړي، ځکه تر اوسه امریکا یکه‌تازه ده.

خو د سرمقاله لیکونکي په وینا، د دغه حالت دوام نه‌یوازې افغان ولس، بلکې د سیمې هېوادونو ته هم هېڅکله د زغم وړ نه‌دی.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا لکیلي چې د ترهګرۍ خطره تر بل هر وخته اوس ډېره شوې او نړۍ یې له ګواښ سره مخ کړې ده، پخوا یوازې د القاعده ډله وه چې پاکستان کې تشکیل شوه چې وروسته‌یې نورې ترهګرې ډلې هم وروزلې چې پر افغانستان او هند سربېره په سیمه او نړۍ کې خپل نفوذ د همدې ترهګرو ډلو پر بنسټ ښکاره کوي.

د سرمقالې د لیکوال په باور، د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې د نړیوالې ادارې ترڅنګ غوره ده چې د ترهګرۍ ملاتړې کړۍ کومې چې له دې لارې خپلې دوامداره ګټې پالي د دغه پدیدې په وړاندې مبارزې ته اړې کړل شي.

  • دنیا

دنیا ورځپاڼې بیا د ولسمشریزو ټاکنو په تړاو د درملوګ د مأموریت د پای ته رسېدو په تړاو لیکلي چې درملوګ کمپنۍ ټاکنو کمېسیون ته د یو میلیونه او ۸۴۳ زره او ۱۰۷ سپینو رأیو او د بایومټریک غبرګونو یا ډوپلیکېټ رأی اچوونکو لېستونه سپارلي دي.

ورځپاڼې وړاندې لیکلي، د درملوګ له لوري د مأموریت د پای ته رسېدو اصلاح کارول دا معنی لري چې انتخابات لومړي پړاو کې بریالی نوماند لري او دوهم دور ته نه‌ځي.

خو ورځپاڼې لیکلي چې د انتخاباتو کمېسیون ته د درملوګ کمپنۍ له‌خوا دغه راپور داسې مهال استول کېږي چې دمګړۍ د کمېسیون تخنیکي کارکووونکي د مرکز او محلي اداري واحدونو پر بنسټ درملوګ کمپنۍ له‌خوا پر ورکړل شویو معلوماتو کار کوي او له دې وروسته به د تفتیش او بیا شمېرنې بهیر پیلېږي.