د امریکا یوه استخباراتي منلې چې د جمهوري غوښتونکو پوښتنې ځواب کړي

د امریکا بیرغ

د امریکا یوه استخباراتي منلې چې د جمهوري غوښتونکو پوښتنې کتباً ځواب کړي.

د ده افشاګریو د استازو جرګې له‌خوا د ټرمپ د استیضاح د تحقیقاتو د پيل لپاره لار هواره کړې.

د دغه افشاګر چارواکي مدافع وکیل مارک زید په یوه ټویټ کې ویلي چې موکل‌یې جمهوري غوښتونکو ته ځواب وايي، خو هغه پوښتنې به ځواب نه‌کړي چې هویت‌یې پرې افشا کېدای شي.

د زید په خبره که د مؤکل هویت‌یې افشا شي، نو هغه او کورنۍ ته‌یې خطر پېښېدای شي.

د امریکا استخباراتي چارواکي په سپټمبر میاشت کې پرته له دې چې هویت افشا کړي یو شکایت ثبت کړی و او په هغه کې یې ولسمشر ډونالد ټرمپ تورن کړی و چې د جولای په ۲۵مه‌یې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي ته زنګ وهلی او په هغه‌یې فشار راوړی چې د جوبایډن په اړه تحقیق وکړي.

جوبایډن د ۲۰۲۰ کال په ولسمشرۍ ټاکنو کې د اوسني جمهور رئیس ډونالد ټرمپ له اصلي سیالانو ګڼل کېږي.

د دغو څرګندونو تر خپرېدو وروسته د امریکا استازو جرګې چې اکثر په‌کې ډموکراتان دي د ولسمشر ډونالد ټرمپ د استیضاح د تحقیقاتو د پيل غوښتنه وکړه.

استازو جرګې په غوڅ اکثریت د دغو تحقیقاتو د پيل لایحه هم تصویب کړه.