په کابل ښار کې د شکسته بندانو بازار اوس هم تود دی

په کابل ښار کې د شکسته بندانو بازار اوس هم تود دی.

نصرالله خپله کوچنۍ لور د درملنې لپاره د کابل ښار د کاه فروشۍ کوڅې ته یو شکسته بند ته راوستې ده.

دی وایي: "ما خپله لورکۍ دلته راوستې چې کابو دوه درې ورځې کېږي چې لاس یې اوښتی دی، په دولتي روغتونونو کې ګڼه ګوڼه او د خصوصي روغتونونو لګښت ډېر وي، شپږ اوه زره افغانۍ لګښت لري."

مرید رسولي وايي، د کوټې له سره لوېدلی او د پښې هډوکی یې وتلی دی.

دی چې امسا په لاس شکسته بند ته له راتګ او درملنې وروسته پرته له امسا کور ته ځي، وایي: "زه له کوره په لرګیو د خپل دوست په مرسته تر دې ځایه راغلی یم، خو چې پښه یې را وتړله، اوس ښه ده او د دوست او لرګي پرته کور ته ځم."

د کابل ښار په کاه فروشۍ کوڅه کې شکسته بندان وايي، شکسته بندي ورته له نیکونو په میراث پاتې ده.

خو دغه شکسته بندان د کومې ناروغۍ درملنه کوي او په څه ډول؟

د دغو شکسته بندانو له ډلې غلام عباس ازادي راډیو ته وویل: "دغه طبابت موږ ته له نیکونو په میراٍث پاتې دی، پخوا ډاکتر نه و، د ځینو خلکو به چې اوږه ولوېده، ورته مو پر ځای کوله، پښه به مو هم ورته پرځای کوله، که د ډاکتر کار وي، بیا يي ډاکتر ته لېږو، که غوښه يې شلیدلې وي، پړسوب ولري او یا یې ګوزار خوړلی وي، دا کار موږ په ښه توګه پرمخ وړو."

د کاه فروشۍ د کوڅې یو مشهور شکسته بند خان اغا وايي، په ډېرو لږو پیسو د خلکو درملنه کوي.

دی زیاتوي: "هر ناروغ چې ډاکتر ته ورشي، له زرو افغانیو تر یو زرو پنځه سوه افغانیو پرې لګښت راځي، موږ دلته د ګوزار خوړلي او هډوکی وتلی درملنه په پنځوس یا سلو افغانیو کوو."

خو د هډوکو د ناروغۍ متخصصین دغه طبابت غیر معیاري ګڼي او شکسته بند ته تګ یوه تېروتنه بولي.

د وزیر اکبر د اورتوپیدي روغتون رئیس ډاکتر ګل احمد ایوبي په دې اړه وايي: "دا په هېڅ صورت معیاري نه ده، څوک چې شکسته بندانو ته ورځي، د شکسته بندانو له لاسه د هډوکو د ماتېدو، اختلاطاتو یا د بدن د ځینو غړو د پرې کېدو له امله د وزیر اکبر خان روغتون ته مراجعه کوي، دې کار خلکو ته خطرناکې ستونزې پېښې کړي دي."

خو کوم کسان چې شکسته بندانو ته ورځي، وايي چې له مجبوریته ورځي، ځکه درملنه یې د روغتون په پرتله په دغو ځایونو کې په لږو پیسو کېږي.