ایران په سوریه کې د برښنا تاسیساتو رغولو توافق لاسلیک کړ

د ایران د ایرنا خبرې آژانس د راپور له مخې د برښنا په اړه پرون د ایران او سوریې د برښنا وزیرانو یو قرارداد لاسلیک کړ.

ایران له سوریې سره یو مقدماتي توافق لاسلیک کړی چې له مخې یې په سوریه کې د برښنا تاسیسات رغول کیږي.

د ایران د ایرنا خبرې آژانس د راپور له مخې په دې اړه پرون د ایران او سوریې د برښنا وزیرانو یو قرارداد لاسلیک کړ.

په دغه قرارداد کې د برښنا د تاسیساتو رغول، د برښنا د مزو انتقال او احتمالاً د عراق له لارې د دواړو هېوادونو د برښنا د شبکو نښلول شامل دي.

د دغې پروژې د لګښت په اړه جزییات نه دي ورکړل شوي.

ایران د روسیې ترڅنګ د سوریې د ولسمشر بشاراسد د رژیم کلک ملاتړی دی.

د سوریې د برښنا وزیر ویلي چې د اته کلنې کورنۍ جګړې په ترڅ کې د دې هېواد د برښنا ډېر تاسیسات ویجاړ شوي یا ورته ډېر زیان رسیدلی او په رغولو کې یې د ایران رول ډیرمهم دی.