د تېر کال په پرتله په عوایدو کې ۱۰میلیارده زیاتوالی راغلی

د افغانستان د مالیې وزارت ودانۍ

د افغانستان د مالیې وزارت وايي، سږ کال یې تر اوسه ۱۶۰ میلیارده افغانۍ عواید را ټول کړي، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله۱۰میلیارده زیاتوالی ښيي.

د دغه وزارت ویاند شمریزو مسجدي نن ازادي راډيو ته وویل: "تېر کال مو تر دې وخته پورې ۱۵۰ میلیارده افغانۍ عواید راټول کړي و، سږ کال ۱۶۰ میلیارده افغانۍ راټولې شوې، نو تېر کال ته په پام سره مو ۱۰ میلیارده افغانۍ عواید زیات راټول کړې."

ښاغلی مسجدي زیاتوي، تېر مالي کال د افغانستان د مالیې وزارت په ټول کال کې ۱۸۹ میلیارده افغانۍ عواید راټول کړي و او روان کال پلان کې ده چې له ۲۰۰ میلیارده زیات عواید راټول شي.

د ښاغلي مسجدي په خبره، له فساد او قاچاق سره مبارزه، د مالیې په راټولو کې له خصوصي سکتور سره هم غږي او د یو غوره میکانیزم پلي کول یې عواید زیات کړي.