په کندهار، زابل او ارزګان کې ۳۰ وسله وال وژل شوي

ارشیف

په کندهار، زابل او ارزګان کې ۳۰ وسله وال وژل شوي دي.

چارواکي وايي، ۸ وسله وال د کندهار په شاوليکوټ ولسوالۍ، ۶ وسله وال د زابل د قلات اړوند جلدک او ښار صفا ولسوالیو او ۱۶ نور وسله وال بيا د ارزګان په خاص ارزګان ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په عملياتو کې او د خپل ماين په یوه چاودنه کې وژل شوي دي.

په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند خواجه یحي علوي ازادي راديو ته وويل چې په وژل شویو وسله والو کې د ملا حمیدالله په نوم د ارزګان د ګيزاب ولسوالۍ لپاره د طالبانو جنګی مشر هم شامل دی.

وسله والو طالبانو د دغو عملياتو په اړه تراوسه رسنیو ته څه نه دي ویلي.