د سوریي په شمال کې چاودنې ۱۳ ملکي وګړي وژلي

په چاودنه کې ۲۰ ملکي کسان هم ټپیان شوي دي

د سوریې په شمال کې پرون (نومبر دویمه) د ترکیې پولې ته په نږدې ښار کې د چاودنې له امله ۱۳ ملکي وګړي وژل شوي دي.

دا خبر ترکي چارواکو تائید کړی دی.

په چاودنه کې ۲۰ ملکي کسان هم ټپیان شوي دي.

چاودنه د تل ایاب په ښارګوټي کې یوه بازار ته نږدې شوې ده.

په سوریه کې د بشري حقونو د څارنې ډله چې مرکز یې په لندن کې دی او خپلواکې پلټنې کوي پرون ویلي چې ۱۴ کسان وژل شوي چې یو شمېر يې د ترکیې پلوي ملېشې وې.

د ترکیې دفاع وزارت ویلي چې برید د سوریې په شمالي سیمو کې د کردانو د ملېشه ځواک له خوا شوی.

انقره یادې ملیشې له "پي کې کې" سره تړلي بولي.