د افغانستان برېښنا شرکت د کابل په ارغندي کې د برېښنا یو لوی سب ستيشن ګټې اخېستنې ته وسپاره.
د دغه شرکت ویاند وحیدالله توحیدي نن ازادي راډيو ته وویل،چې پر دغه سب اسټیشن ۱۲۶ میلیونه ډالر لګښت راغلی چې داسیا پراختیايي بانک له لوري ورکول کېږي.
د ښاغلي توحیدي په وینا، د دغه سب اسټيشن په فعالېدو سره به د کابل د برېښنا د کمښت ستونزه هواره شي.
هغه وايي: "د دغه سب سټیشن په فعالېدو سره به د کابل، لوګر، پکتیا، خوست، غزني او میدان وردګو ولایتونو د برېښنا کمیت او کیفیت لوړ شي."
د برېښنا شرکت مسؤلین همدارنګه وايي، دغه سب سټيشن د دوه نیم کالو په اوږدو کې جوړ شوی او د ډيرې برېښنا د جذب وړتیا لري.