ظریف: د امریکا نویو بندیزونو د واشنګټن د کړنلارو ناکامي څرګنده کړه

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف ویلي چې پر تهران د امریکا نویو بندیزونو د واشنګټن د کړنلارو ناکامي څرګنده کړه.

ظریف پر امریکا غږ وکړ چې د ۲۰۱۵ میلادي کال له اټمي موافقې سره یو ځای شي.

د امریکا حکومت د ایران پر ساختماني صنعت د دې لپاره چې له سپاه پاسداران انقلاب ګارد سره یې اړیکې درلودې، نوي بندیزونه لګولي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې مورګن اورتیګس پرون پر ټوېټر ولیکل چې سپاه پاسداران انقلاب یو ترورېستي سازمان دی او له دې ډلې سره د تړاو له امله د ایران پر ساختماني صنعت بندیزونه لګول شوي دي.

خو د ایران د بهرنیو چارو وزیر پرون د نومبر په لومړۍ په دې اړه په غبرګون کې پر ټوېټر ولیکل: "امریکا پر هر وګړي، ښځې، نارینه او ماشوم بندیز لګولی شي، خو ایرانیان به زورګويۍ ته تسلیم نه شي."

هغه ولیکل چې امریکا باید ناکامې کړنلارې پرېږدي او بېرته د ۲۰۱۵ میلادي کال موافقې ته را وګرځي.