دفاع وزارت د پاکستان له لوري د بریدونو دفاع ته تیاری وښود

ارشیف

د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویلي چې ځواکونه یې د کونړ پر پوله د پاکستان له لوري د بریدونو دفاع ته تیار دي.

د کونړ والي عبدالستار میرزکوال پرون د نومبر په لومړۍ ازادي راډیو ته وویل چې د پاکستان پوځيانو د کونړ ناړۍ ولسوالۍ ته نږدې تجهیزات زیات کړي او د افغانستان له ځواکونو سره جنګ ته تیاری نیسي.

خو د دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزي بېګا ازادي راډیو ته وویل: "د افغانستان ځواکونه به هېڅ هېواد ته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاورې ته نفوذ وکړي."

د کونړ په ناړۍ ولسوالۍ کې په وروستیو څو ورځو کې په پرله پسې د پاکستاني او افغان ځواکونو ترمنځ د خال خال نښتو خبرونه خپرېږي.

د کونړ چارواکو ویلي چې پاکستاني ځواکونه هڅه کوي څو د افغانستان په خاوره کې تاسیسات جوړ کړي.