هوک: تهران په سوریه او عراق کې د ملېشو پر تمویل ۱۶ میلیارده ډالر لګولي

د ایران لپاره د امریکا ځانګړی استازی براین هوک

د ایران لپاره د امریکا ځانګړی استازی براین هوک وايي، تهران په سوریه او عراق کې د شیعه مشرتابه لرونکو ملېشو پر تمویل ۱۶ میلیارده ډالر لګولي دي.

هوک دا څرګندونې د سعودي ټلویزیونې شبکې العربیه سره په مرکه کې وکړې، خو خو دا یې مشخصه نه کړه چې ایران دقیقاً دا پیسې له کوم تر کوم وخته لګولي.

په عراق د امریکا د یرغل او د صدام حسین د رژیم له نسکورېدو وروسته ایران په عراق کې خپل نفوذ پراخ کړ او دغلته یې د پیاوړو شیعه ملېشو چې ډېر کله له سني اقلیت سره په کړکېچ کې ښکېل وي، ملاتړ پراخ کړ.

واشنګټن لا هم له بغداد سره پوځي، سیاسي او مالي مرسته کوي او عراق هم هڅه کوي چې له امریکا او ایران سره اړیکو کې توازن وساتي.

په سوریه کې ایران له روسیې سره یو ځای د بشار الاسد ملاتړ کوي او د دې ملاتړ لپاره هلته د ایران سپاه پاسداران ځواک شیعه ملېشې روزي او پالي یې.

په ګاونډي لبنان کې بیا ایران له اوږدې مودې راهېسې د حزب الله د شیعه ملېشو ملاتړ کوي.

هوک په دې مرکه کې زیاته کړې چې واشنګټن به پر تهران بندیزونو ته دوام ورکړي.

د نوموړي په وینا، دا په سېمه کې د ایران د بې ثباته کوونکي چلند پایله ده.

نوموړي همدارنګه وویل، متحده ایالتونه غواړي چې عراق پر ایران اقتصادي تکیه کمه کړي.