د امریکا د متحدو ایالاتو جمهور رئیس ډونالد ټرمپ ویلي چې ډېر ژر به اعلان وکړي چې د چین له ولسمشر سره د تجارتي لانجې د حل موافقه چېرته لاسلیک کوي.
تمه ده چې د امریکا او چین ولسمشران به د دواړو هېوادونو ترمنځ د روان تجارتي جنګ د سړولو لپاره چې نړیوال اقتصاد ته یې سخت زیان اړولی، پر یو لړ اقداماتو موافقه وکړي.
مخکې داسې ګڼل شوې وه چې د چیلي حکومت به د نومبر د میاشتې په نیمايي کې د اسیا پسفیک هېوادونو د اقتصادي همکارۍ د سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو د غونډې کوربه وي او هلته به دا موافقه لاسلیک شي.
خو د چیلي حکومت دا پلان لغوه کړ.
داسې ګڼل کېده په چیلي کې پلان شوې غونډه به د امریکا او چین ترمنځ د تجارتي تعرفې پر سر د لانجې په حل کې مرسته وکړي.
چین او امریکا له تېرو تقریباً اتلسو میاشتو راهیسې په دې لانجه کې ښکېل دي.
ولسمشر ډونالد ټرمپ پرون د اکټوبر به ۳۱مه پر ټوېټر ولیکل چې امریکا او چین د نوي ځای په اړه خبرې کوي.