د امریکا د استازو جرګه د ټرمپ د استیضاح د رسمي څېړنې د پیل په اړه رأیې اخلي

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

د امریکا د کانګرس د استازو جرګه به نن د ولسمشر ټرمپ د استیضاح د رسمي څېړنې د پیلېدو په اړه رأیې واخلي.

د کانګرس د استازو جرګې چې ډموکراتان پکې اکثریت دي او هڅه کوي چې ولسمشر ډونالد ټرمپ استیضاح کړي، درې کمېټو یې له یوې مودې راهیسې د ټرمپ د ادارې د یو شمېر اوسنیو او پخوانیو چارواکو څخه د پوښتنو ګروېږنو بهیر پیل کړی دی.

د دې جرکې د بهرنیو اړیکو، استخباراتو او د څار کمېټې استماعیه غونډو ته یو شمېر دغه چارواکي ورغوښتي او تر ډېره یې څېړنه د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکې سره د ولسمشر ټرمپ د هغې ټیليفوني مکالمې په اړه ده چې ویل کېږي، ټرمپ له کییف سره د شااوخوا ۴۰۰ ميلیونو ډالرو مرستې د کولو په بدل کې له هغه غوښتي وو چې د جوبایډن چې په را روانو ولسمشریزو انتخاباتو کې د ډموکراتانو له خوا د ټرمپ یو عمده سیال بلل کېږي او د هغه د زوی په اړه په اوکراین کې د سوداګریزو چارو په اړه څېړنه وکړي.

جوبایډن

استازو جرګې په دې اړه یو شمېر شواهد او اسناد راټول کړي چې په اساس یې غواړي دا معلومه کړي چې ولسمشر ټرمپ له خپل واک څخه د شخصي ګټو یا سیاسي اهدافو لپاره کار اخیستی او کېدای شي چې هغه د اساسي قانون خلاف سرغړونه او د ټرمپ د استیضاح کولو اساس وګرځي.

دوو امریکایي ډیپلوماتانو پرون شاهدي ورکړه او ټاکل شوې چې نن په استازو جرګه کې له رأی ګیرۍ مخکې د روسیې او اروپا په چارو کې د ټرمپ جګپوړی سلاکار ټیم موریسن د دې جرګې په یوه استماعیه غونډه کې ګډون وکړي.

خو یو شمېر رسنیو راپور ورکړی چې هغه له خپلې دندې استعفا ورکړې ده.

دغه راز د ټرمپ د ملي امنیت پخوانی سلاکار جان بولټن هم راتلونکې اوونۍ یوې استماعیه غونډې ته بلل شوی، خو د هغه وکیل سي ان ان ټلویزیون ته ویلي چې موکل به یې د محکمې له فیصلې پرته د استازو جرګې استماعیه غونډې ته ورنشي.

بولټن چې د ۲۰۱۸ کال له اپرېل څخه د سپټمبر تر لسمې پورې چې ټرمپ له دندې لېرې کړ، د هغه سلاکار و. په دې وروستیو کې هغه د یوه مهم کس په توګه راڅرګند شوی او ویل کېږي چې د سپینې ماڼۍ په داخلي کړۍ کې یې هڅه کړې وه چې د دې مخه ونیسي چې اوکراین دې د جوبایډن او د هغه د زوی په اړه څېړنه وکړي.

د نومبر په ۴مه د ملي امنیت د شورا وکیل جان ایسینبرګ او د هغه مرستیال مایکل ایلیس یوې استماعیه غونډې ته بلل شوي دي.

د هغو چارواکو په ډله کې چې تر اوسه یې شاهدي ورکړې، یو هم د بهرنیو چارو په وزارت کې د اوکراین د چارو متخصص کریستو فراندیرسن دی.

ولسمشر ټرمپ ویلي، هېڅ غلط کار یې نه دی کړی او دغه څېړنه یې د شرم وړبللې ده.

که د استازو جرګه د ټرمپ د استیضاح د پروسې رسمي پیلېدو ته رأیه ورکړي، سنا جرګې ته هم پکار ده چې ورته څېړنې ته رأیه ورکړي.

خو له هغه ځایه چې په دې جرګه کې جمهوري غوښتونکي اکثریت دي، نه بریښي چې د دې جرګې دوه درېیمه برخه دې، دې څېړنې ته رأیه ورکړي.

د یادونې وړ ده چې د امریکا په تاریخ کې هېڅ یو ولسمشر د استیضاح په نتیجه کې له قدرته ندی لیرې شوی.