د ډیجیټال مرکز د مهرولاک پر ماتولو د تورنو کسانو دوسیه لویې څارنوالۍ ته رسېدلې

د میزان په ۲۸مه د ټاکنو کمېسیون د ډیجیټال سنټر مهرولاک ماتېدو د کاندیدانو نیوکې او اندېښنې راوپارولې او دوه ورځې د دغه کمېسیون کارونه وځنډول.

د افغانستان د لویې څارنوالۍ چارواکي وايي، ډېر ژر به د هغو کسانو پر دوسیو څېړنې پيل شي چې د انتخاباتو کمېسیون ډیجیټال مرکز د قفل ماتولو په تړاو دوی ته معرفی شوي دي.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي ازادي راډيو ته وویل، دا موضوع په جدي ډول څیړل کیږي، خو لومړی باید د ټاکنو کمېسیون دوی ته ډاډ ورکړي چې دغه کسان د قانون پر اساس له دندوې لرې شوې دي.

ښاغلي رسولي وویل، څارنوالۍ د ټاکنو له کمېسیون څخه غوښتي چې تورن کسان له دندو لرې کړي.

د میزان په ۲۸مه د ټاکنو کمېسیون د ډیجیټال سنټر مهرولاک ماتېدو د کاندیدانو نیوکې او اندېښنې راوپارولې او دوه ورځې یې د دغه کمېسیون کارونه وځنډول.

د ټاکنو کمېسیون چارواکو د عقرب په څلورمه په همدې تور ددغه کمېسیون د دارالانشاء امنیتي سلاکار حمید احمدزی، د کمېسیون د غیر نظامي ساتونکو مسؤل لطف‌الرحمن او د پولیسو مأمور سید اصغر لویې څارنوالۍ ته معرفي کړل.

د ټاکنو کمېسیون چارواکو ویلي و چې د ودانۍ امنیت ساتونکي پولیس د سړې هوا له امله دهلېز ته ننوتي وو.