د سولې ولسي حرکت د پاکستان راکټي بریدونو د مخنیوي غوښتنه وکړه

د افغانستان حکومت پر کونړ د پاکستاني ځواکونو راکټي بریدونه غندلي دي.

د افغانستان د سولې حرکت غړي پر کونړ د پاکستان د راکټي بريدونو او د دواړو هېوادونو د امنیتي سرتېرو ترمنځ د جګړې مخنیوي غوښتنه کوي.

د دغه ولسي حرکت ویاند بسم‌الله وطندوست ازادي راډیو ته وویل، "د سولې ولسي حرکت ټول غړي خواشيني دي چې يو ځل بيا د پاکستان له لوري د افغانستان پر خاوره بريدونه شوي دي. پر حکومت او طالبانو مو غږ دى چې په ګډه د پاکستان له لوري د دغسې بريدونو مخه ونيسي."

د روانې اوونۍ په پیل کې د کونړ په ناړۍ ولسوالۍ کې د افغانستان او پاکستان سرحدي سرتېرو ترمنځ د جګړې راپورونه ورکړل شول. د کونړ سیمه‌ییزو چارواکو په خبره، پاکستاني پوځیانو غوښتل د ډیورند له کرښې اوښتې د افغانستان په خاوره کې پوستې جوړې کړي.

له دې سره هم‌مهاله پر ناړۍ ولسوالۍ د پاکستان له لوري د راکټي بریدونو خبره کېږي چې د چارواکو په وینا د ښځو او ماشومانو په ګډون‌یې درې عام وګړي وژلي او پنځه نور ټپيان کړي دي.

د افغانستان حکومت پر کونړ د پاکستاني ځواکونو راکټي بریدونه غندلي دي.

د افغانستان د جمهوري رياست وياند صديق صديقي پرون پر خپلې ټویټرپاڼې ولیکل، "د افغانستان حکومت ډیورند فرضي کرښې ته پر نږدې سیمو د پاکستاني پوځیانو راکټي بریدونه د بین‌المللي قوانینو ښکاره نقض بولي او هغه په شدت محکوموي."

کابل له اسلام‌اباد څخه د دغه ډول اقداماتو د درېدو غوښتنه کړې ده.

د پاکستان دولتي راډیو د پاکستاني چارواکو په حواله د افغانستان دولتي ځواکونه تورن کړي چې پر پاکستان هاوانونه توغوي او د درنو وسلو ډزې کوي.

په راپور کې ویل شوي چې د کونړ له ناړۍ ولسوالۍ په دې ډزو کې تر دې مهاله شپږ پاکستاني سرتېري او پنځه عام کسان ټپیان شوي.