"یوه امریکايي پوځي د ټرمپ او زلنسکي پر خبرو خپله اندېښنه امنیت شورا ته رسولې"

دغه پوځي چارواکی به کانګرس ته ووايي چې د جولای په ۲۵مه د ټرمپ او زلنسکي تر خبرو وروسته، ده په دې اړه خپله اندېښنه دوه ځلې امنیت شورا ته ورسوله.

د امریکا یو پوځي چارواکی چمتو شوی چې ووايي د پخواني مرستیال ولسمشر او په انتخاباتو کې د ولسمشر ډونالد ټرمپ د احتمالي سیال جوبایډن په اړه له اوکراین څخه د تحقیقاتو د غوښتنې په اړه‌یې دوه ځلې اندېښنه څرګنده کړې ده.

د هغه بیان له مخې چې د امریکا د ملي امنیت په شورا کې د اروپايي چارو مسؤل ډګرمن الکساندر وینډمن نن سې شنبه (اکټوبر ۲۹مه) د کانګرس د استیضاح له طرحې سره سم چمتو کړی دی، هغه د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زلنسکي سره د ښاغلي ټرمپ ټیلیفوني مکالمه اورېدلې ده.

اسوشیټېډ پرس خبري اژانس چې د بیان متن‌یې لیدلی لیکلي، نوموړی به کانګرس ته ووايي چې د جولای په ۲۵مه له دې مکالمې وروسته، ده په دې اړه خپله اندېښنه دوه ځلې امنیت شورا ته ورسوله.