د ټرمپ د استیضاح طرحه د امریکا کانګرس کې رأیو ته وړاندې کېږي

دا اعلان څو ساعته وروسته له هغه وشو چې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت پخواني سلاکار چارلز کوپرمن د استازو جرګې ته د شاهدۍ لپاره له ورتلو ډډه وکړه.

په پام کې ده چې د متحده ایالاتو د کانګرس د استازو جرګه د پنجشنبې په ورځ (اکټوبر ۳۱مه) د ډموکراتانو له‌خوا هغې جوړې شوې طرحې ته رأیه ورکړي چې که تصویب شي، نو ولسمشر ډونالد ټرمپ استیضاح کېږي.

جرګه به د ولسمشر ټرمپ او د ده د جمهوري غوښتونکو متحدانو د هغه شکایت د مخنیوي ترڅنګ چې وايي د استیضاح غوښتنه مشروع او عادلانه نه‌ده، د علني استماعیه غونډو او د ولسمشر د تورنولو د احتمالي رسمي مراحلو یا د استیضاح د اړوندې مادې مقررات او اصول هم وضع کړي.

د استازو جرګې مشرې نانسي پلوسي پرون (اکټوبر ۲۸مه) د دې خبرې د اعلان پر مهال ټینګار وکړ چې ډموکراتان به د جمهوري غوښتونکو فشار ته تسلیم نه‌شي او یادونه‌یې وکړه چې فدرال قاضي‌القضات تېره اوونۍ له دوی سره ومنله چې د ولسمشر د استیضاح طرحه په جرګه کې رأی اخیستو ته اړتیا لري.

دا اعلان څو ساعته وروسته له هغه وشو چې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت پخواني سلاکار چارلز کوپرمن د استازو جرګې ته د شاهدۍ لپاره له ورتلو ډډه وکړه.

د استازو جرګې درېیو کمېټو چې د ټرمپ د احتمالي استیضاح په اړه په څېړنو بوخت دي، کوپرمن د دوشنبې په ورځ د شهادت لپاره غوښتی و، خو د استازو جرګې د استخباراتو د کمېټې مشر ادم شیف وویل چې کوپرمن حاضر نه‌شو.