امریکا چین کې د بین‌الافغاني ناستې د جوړولو هرکلی کوي

د چین ناستې د ترسره کېدو نېټه لا څرګنده نه‌ده، خو د افغانستان حکومت هم ویلي چې خپل استازي به ورولېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په پیکېنګ کې د بین‌الافغاني خبرو د جوړېدو لپاره د چین د طرحې هرکلی کړی دی.

په دې اړه د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت بیان، د امریکا، روسیې، چین او پاکستان په هغه ګډه اعلامیه کې راغلی چې په مسکو کې د تېرې اوونۍ له غونډې وروسته پرون خپره شوه.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد په دې غونډه کې د واشنګټن په استازیتوب ګډون کړی و.

د چین ناستې ترسره کېدو نېټه لا څرګنده نه‌ده، خو د افغانستان حکومت هم ویلي چې خپل استازي به ورولېږي.