هرات کې یو ځانمرګی بریدګر هدف ته له رسېدو وړاندې له‌منځه تللی

د هرات امنیه قوماندان امین‌الله امرخېل وايي، وروسته له هغه چې پولیسو دا ځانمرګی بریدګر وپېژانده، هغه ځان ته چاودنه ورکړه.

په هرات ښار کې یو ځان وژونکی بریدګر هدف ته تر رسېدو دمخه له ځان سره چاودېدونکي مواد وچول چې په نتیجه کې یو ملکي وګړی ووژل شو او اته نور ټپیان شول.

د هرات امنیه قوماندان امین‌الله امرخېل ازادي راډیو ته وویل چې دغه برید کوونکي غوښتل د دوشنبې په ماښام (عقرب ۶مه) په یوه تکیه‌خانه کې د شیعه مذهبو پر مراسمو برید وکړي.

د ښاغلي امرخېل په خبره وروسته له دې چې پولیسو دا کس وپېژنده، هغه ځان ته چاودنه ورکړه.

په وروستیو کلونو کې په هرات ولایت کې د شیعه‌ګانو پر څو جوماتونو انتحاري بریدونه شوي دي.

یوازې هرات نه، بلکې په پلازمېنه کابل کې هم شیعه مذهبي د خونړیو بریدونو شاهد پاتې شوي دي.

د دغو بریدونو مسؤلیت تر ډېره داعش وسله‌والو منلی دی.