"د ډاکټرانو ناسم تشخیص له امله مې کوچنی زوی مړ شو"

دیارلس کلن صمیم له غور ولایت څخه درملنې لپاره کابل ته راوړل شوی و، خو پلار یې وايي چې ډاکټرانو دده له اجازې پرته یوه میاشت کې درې ځلې هغه عملیات کړی.

په افغانستان کې یوه کورنۍ ادعا کوي چې د کابل په اندراګاندي روغتون کې د ډاکټرانو د ناسم تشخیص او پرله پسې عملیاتو په نتیجه کې یې یو ماشوم مړ شوی دی.

وزیرګل چې د ۱۳ کلن صمیم پلار دی وايي، له غور ولایت څخه د درملنې لپاره یې خپل زوی کابل ته راوست، خو دده له اجازې پرته په یوه میاشت کې درې ځلې عملیات شو او په پای کې یې د اولاد مړی وروسپارل شو.

وزیرګل له ازادي راډیو سره خبرو کې ډاکټر په غیرمسلکي چلند تورن کړ او د هغه د مجازاتو غوښتنه یې وکړه.

د دغه ماشوم معالج ډاکټر حیات الله خپلواک د هغه د ناروغۍ په هکله ځانګړې څرګندونې نه کوي، خو وايي چې پېچلې او د هغه د بدن پورتنۍ برخې اړوند وه.

ډاکټر خپلواک وايي، د کورنۍ په مشوره یې په یوه میاشت کې ماشوم درې ځلې عملیات کړی دی. "ناروغ د زړه ټنشن درلود، خو موږ يې عملیات ترسره کړل."

د موضوع د یوه ارزوونکي پلاوی ددې پوښتنې په ځواب کې چې "مخکې له دې چې عملیات یې کړئ ومو لیدل چې، د زړه تکلیف لري ، بیا مو هم عملیات ترسره کړل؟" نوموړي وویل: "ناروغ ریکوري ته وړل شوی و، زه پورته لاړم ، دی ېې بیرته عملیات خانې ته وړې و."

د اندراګاندي روغتون رئیس ډاکټر نورالحق یوسفری (ښی څلورم کس) له یوه څېړونکي پلاوي سره چې غواړي د دغه ماشوم قضیه وڅېړي.

دغې موضوع هغه مهال د خلکو پام ځانته واړاوه چې د ماشوم د بدن عکسونه په ټولنیرو رسنیو کې لاس په لاس شول چې، لیدل کېږي درې ځایه تر عملیاتو وروسته ګنډل شوی دی.

د صمیم معالج ډاکټر خپلواک ازادي رادیو ته وویل، د ماشوم کورنۍ ترې شکایت نه کوي.

"د یو ډاکټر په توګه څه چې لازم و، د خپلو مشرانو په مشوره مو ترسره کړل. وېره هم نه لرم، ځکه هدف مې د خدای رضا ده. پلار او مور یې ادعا نه ده کړې، خو نور خلک چې هدف یې د روغتون بدنامول وو، د دغه ماشوم عسکونه يې له اجازې پرته خپاره کړل."

د اندارګاندي روغتون ریيس نورالحق یوسفزی وايي، د ماشوم د کورنۍ تر شکایت وروسته یې دغه موضوع له عامې روغتیا وزارت سره شریکه کړې ده.

"تراوسه د دغې موضوع په هکله څه نه شو ویلی ، دا واضح ده چیرې چې کار وي ممکن اشتباه ولرو، که غفلت هم نه وي شوی، موږ یې بیاهم جدي نیسو. له همدې امله ددې لپاره یو لوې ټیم ګمارل شوی دی."

د صمیم پلار او مور د خپل زوی د ښخولو لپاره غور ولایت ته تللي دی. د ماشوم پلار پر ټېلفون ازادي راډیو ته وویل، ډاکټر د ده له مشورې پرته يې زوی درې ځلې عملیات کړ.

"دوې وویل سږي یې مشکل لري، بیا یې وویل، د دواړو لورو کیست لري. عملیات یې کړ او په دریم عملیات کې یې له موږ سره هیڅ مشوره ونه کړه. د لومړي عملیات لپاره ډاکټر خپلواک پیسې وغوښتې، ۵۰۰۰ افغانۍ یې رانه واخیستې، په دوهم عملیات کې اصلاء کیست نه و. تشخیص یې ناسم و، اسناد لرم. دغه ظالم زما زوی ټوټه ټوټه کړ".

د صمیم معالج ډاکټر حیات الله خپلواک وايي، "د یوه ډاکټر په توګه څه چې لازم و، د خپلو مشرانو په مشوره مو ترسره کړل. وېره هم نه لرم، ځکه هدف مې د خدای رضا ده."

د دغه ماشوم مور بي بي منوره له حکومت نه عدالت غواړي.

"غواړم چې حکومت یې پوښتنه وکړي، زوی راته په پښو یوړو او په سر یې راوړ. د سینې تخته یې ټوټه، ټوټه کړې وه. داغ داغ او سوری سوری یې کړ، موږ یې ټول داغداره کړو".

بي بي منورې وویل، زوی یې یوازی د ساه اخستلو ستونزه لرله او ډاکټر ویلي و چې ناروغي یې ډېره جدي نه ده او بهر ته یې د وړلو اړتیا نه شته .

صمیم ۵۵ ورځې په روغتون کې بستر و. پلار یې وايي، ډاکټرانو هره ورځ ورته د زوی د ښه کېدو راپور ورکاوه، خو په وروستۍ ورځ په داسې حال کې چې انتظار یې درلود چې خپل زوی له روغتون څخه وباسي، خو بې ساه جسد یې وروسپاره.

دا لومړی ځل نه دی چې د داسې پیښو په اړه شکایت کیږي.

د صمیم کورنۍ له عدلي ارګانونو غواړي چې د داسې غمجنو پیښو د نه تکراریدو په خاطر، هغه ډاکټران چې د ناروغانو پر وړاندې غفلت کوي مجازات کړي.