د کرکټ افغان ملي لوبډله له ویسټ انډیز سره د لوبو لپاره هند ته لاړه

ارشیف

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، د کرکټ ملي لوبډله نن د ویسټ انډیز سره د یو ورځنیو او شل اوریزو سریزونو د لوبېدو په هدف هندوستان ته لاړه.

د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک نن ازادي راډیو ته وویل، ټاکل شوې چې د یو ورځنیو لوبو لومړۍ لوبه د راتلونکې نومبر میاشتې په شپږمه، دوهمه لوبه په نهمه او درېیمه او وروستۍ لوبه په ۱۱مه نېټه وشي.

د شل اوریزو لوبو لومړی لوبه بیا د نومبر په ۱۴مه، دوهمه په ۱۶مه او درېیمه لوبه په ۱۷مه نېټه وشي.

دغه شان د دواړو لوبډلو تر منځ به یوازنۍ ټېسټ لوبه د همدې میاشتې په ۲۷مه پیل او د ډسمبر میاشتې تر لومړۍ نېټې پورې دوام ومومي.

د افغانستان کرکټ بورډ د دواړو فارمټونو لپاره خپله لوبډله تېره اوونۍ اعلان کړ.

د یو ورځنۍ لوبو لپاره په لوبډله کې راشدخان (کپتان)، اصغر افغان، حضرت الله ځاځی، رحمت شاه، جاوید احمدي، افسر ځاځی، ګلبدین نایب، محمد نبي، نجیب الله ځدراڼ، کریم جنت، شرف الدین اشرف، ابراهیم ځدراڼ، یمین احمدزی، نوین الحق، اکرام علي خېل او مجیب الرحمن شامل دي.

خو په شل اوریزو لوبو کې راشدخان (کپتان) اصغر افغان، حضرت الله ځاځی، ابرهیم ځدراڼ، جاوید احمدي، رحمن الله ګربز، ګلبدین نایب، محمد نبي، نجیب الله ځدراڼ، کریم جنت، شرف الدین اشرف، فرید احمد، یمین احمدزی، نوین الحق، سید احمد شېرزاد او مجیب الرحمن لوبېږي.