چارواکي: په غور کې د یوې موسسې یوه ښځينه کارکوونکې وژل شوې

د غور چارواکو تأیید کړه چې د فېروز کوه ښار په لوېدیځ کې د بشري مرستو د هماهنګۍ د ادارې (CHA) د کارکوونکو په موټر په حمله کې یوه ښځه وژل شوې او یوه زخمي شوې ده.

د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي پرون د اکټوبر په ۲۴مه ازادي راډیو ته وویل چې حمله د پای کمر په سیمه کې شوې ده.

عبدالحی خطیبي وویل: "دواړه ښځې د دې موسسې کارکوونکې دي، هغوی په سیمه کې روغتیايي خدمتونه کول، خلکو ته یې زده کړه ورکوله چې څرنګه خپل ماشومان له ناروغیو وساتي."

د غور چارواکي وایي چې حمله وسله والو طالبانو کړې، خو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د بشري مرستو د هماهنګۍ غیر دولتي اداره په ۱۹۸۷ میلادي کال کې یو شمېر افغان رضاکارانو جوړه کړې او هدف یې د جګړې له قربانیانو سره بېړنۍ مرستې وې.